وروستي خبرونه

خبرونه

ZhwandoonApril 2, 2020
506.jpg

10

د تازه راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس نږدې 9 نیم لکه کسان اخته او له 47 زرو ‌ډېر کسان د دغې ویروس له امله مړه شوي دي. امریکا یو له هغو هېوادونو شمېرل کیږي، چې کرونا ویروس په کې په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې ده او تر ټولو زیات کسان هم امریکا کې پر دغې ویروس اخته شوي دي.

ایتالیا بیا هغه هېواد دی، چې تر دې دمه په کې له ټولو هېوادونو ډېر کسان د کرونا ویروس مړه کړي دي. د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه دې وروستیو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو خپلې ځمکنۍ پولۍ او هوايي لارې د تګ – راتګ پرمخ تړلي، چې ګڼ شمېر خلک او روغتیاپالان یې د مخنوي او کنټرول لپاره اندېښمن دي.


ZhwandoonApril 2, 2020
504.jpg

10

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۱۰۹ کیلو ګرامه چرس چې په دوه کرولا ډوله موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، د خوګیاڼیو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې له اړوند سیمو څخه دیاد ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو کشف او ترلاسه کړي دي. د خبرپاڼې په خبره د دې قضیې په تړاو تر اوسه یو کس نیول شوی، چې قضیه یې د نور څېړنو په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.


ZhwandoonApril 2, 2020
476.jpg

20

وسلوالو طالبانو اسوشټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه چمتو دي، څو د خپل کنټرول سیمو کې اوربند اعلان او په دې برخه کې له روغتیايي مسوولینو سره همکاري وکړي. د وسلوالو طالبانو په وینا تر اوسه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او که چېرته د دغې ویروس د رامنځته کېدو خطر د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته ورسیږي، نو دوی به په ټولو هغو سیمو کې اوربند اعلان کړي. دوی دغه راز ټولو روغتیایي کارکوونکو او مرستندویه موسسو ته د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د امنیت ډاډ ورکړی. وسلوال طالبان وروسته له هغې په خپلو سمیو کې روغتیایي کارکونکو ته اجازې د ورکړې خبره کوي، چې یادې ډلې له څو ورځو راهیسې د خپل ګنټرول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمپاینونه پیل کړي او د عامه پوهاوي ترڅنګ یې خلکو ته د روغتیایي توکو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده.


ZhwandoonApril 2, 2020
491.jpg

30

عامې روغتیا وزارت ویلي، هرات او کابل کې د ۴۱ تازه دمو مثبتو پېښو په ثبت سره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته رسېدلی. دغه وزارت د پېښو په زیاتېدو سره اندېښنه څرګنده کړې او له خلکو یې بیا ځل غوښتنه کړې، چې د دوی سپارښتنو ته دې په جدي ډول پام وکړي.

د یاد وزات په وینا خلک دې ګرځبندیز رعایت او په کورونو کې دې پاتې شي. دې وروستیو کې د افغان حکومت سربېره وسلوالو طالبانو هم د کرون ویروس د مخنیوي په موخه عامه پوهاوي پیل کړياو له خلکو یې غوښتنه کړې، چې په دې اړه دې د ځان ساتنې لپاره له ګڼې – ګوڼې او ټولیزو ځایونو څخه ځانونه لرې وساتي. کرونا چې نړۍ یې له یو لوۍ ګواښ سره مخ کړې، تر اوسه یې له امله ګرده نړۍ کې له ۴۷ زرو ډېر کسان مړه کړي او کابو نهه نیم لکه نور پرې اخته دي.


ZhwandoonApril 1, 2020
499-1024x682.jpg

00

د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، پر کرونا ویروس اخته کس چې د نهرین ولسوالۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، ۴۵ کاله عمر لري او د دې ولایت د خوست ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې تازه له ګاونډي هېواد ایران څخه افغانستان ته راغلی وو.


ZhwandoonApril 1, 2020
498.png

00

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتي، چې له افغان حکومت سره دې د کرونا ناروغۍ د مبارزې په برخه کې همغږي وکړي. غني په ګل خانۍ ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له غړو سره په لیدنه کې ویلي، افغان حکومت د کرونا ویروس پرضد مبارزې د برنامو جوړولو په راس کې قرار لري.


ZhwandoonApril 1, 2020
497.jpg

20

د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت او طالب بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیمونو سره لیده – کاته کړي او د بندیانو پر ازادېدو يې مخامخ خبرې – اترې ترسره کړي دي. طالب چارواکي زیاتوي، کابل ته د طالب بندیانو د لېږد راغلي ۳ کسیز پلاوي تر نظر لاندې به ۵ زره طالب بندیان له بګرام او څرخي پله زندانه ازادیږي. سیاسي شنونکي بیا د ښه نیت او باور فضاء رامنځته کېدو لپاره د بندیانو له تبادلې هرکلی کوي، خو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي، چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.


ZhwandoonApril 1, 2020
496.jpg

20

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو وزارت او د عامي روغتیا وزارت په همغږۍ د کابل ښار څخه د روږدو راټولولو لړۍ پیل کړې. مسؤولین وايي، له تېر کال راهیسې یې ۶ زره روږدي د درملنې په موخه له ټول هېواد څخه راتول کړي دي. د عامي روغتیا د مسوولینو په خبره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې روږدي کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي.


ZhwandoonApril 1, 2020
493.jpg

50

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د معافیت دغه پریکړه تایید کړي او ویلي چې دا پرېکړه به د ایران اټمي فعالیت محدودوي او همداراز له دې پرېکړې سره به روسیه او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټمي بټیو کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي کار ته دوام ورکړي.


ZhwandoonApril 1, 2020
492.jpg

30

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، پاکستاني حکومت ورسره ژمنه کړې، چې په تورخم او سپین بولدک کې به افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو اجازه ورکړي.


ZhwandoonApril 1, 2020
526.jpg

20

کورنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې تېره شپه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند قلعه فتح الله سیمه کې دوه تنه د یو کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي. د دغه وزارت په وینا یادو کسانو غوښتل له وسلو او همر ډوله موټر څخه په استفادې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وتښتوي، چې پولیسو د چټک اقدام په پایله کې نیول شوي دي.


ZhwandoonApril 1, 2020
488.jpg

51

د اضطرار د کمېټې په غونډه کې ولسمشر غني د ملي انکشاف له ادارې غوښتي، چې ژر تر ژره څلوېښت زره هغه کسانو ته چې بېوزلۍ او ستونزو ځپلي وي، د کار زمینه برابره کړي. په دغه غونډه کې د ملي انکشاف ادارې مشر ویلي، چې په یوه اوونۍ کې به د څلوېښت زره کسانو د تدریجي استخدام پروسه پیل کړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008