وروستي خبرونه

Zhwandoon

ZhwandoonNovember 28, 2020
9-2.jpg

2000

روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۱۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۹۶۳ ته رسېدلی دی


ZhwandoonNovember 28, 2020
8-2.jpg

2380
 د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون وايي، د ۱۳۹۹ هجري شمسي مالي کال منځنۍ بودیجه کې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو یو لړ تغیرات راوستي او جرګې ته يې د تایید لپاره وړاندې کړه، چې بودیجه تر بحثونو وروسته تایید شوه

ZhwandoonNovember 27, 2020
3-3.jpg

3280

د سویلي پښتونخوا په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه ناسته چې له بېلابېلو سیمو زرګونه پښتنو پکې برخه اخیستې وه، سیمه کې د نا امنه پېښو زیاتوالي، د پاکستاني پوځ پر جګړه ييزه پاليسي، د ورکو بلوڅو په موندلو او په افغان وطن کې د جګړې پر مخنيوي په موخه جوړه شوې وه، د یاد غورځنګ مشر، منظور پښتین دې ناستې ته په وینا کې له پاکستاني ریاست څخه یې وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي


ZhwandoonNovember 27, 2020
2-3.jpg

2590

احمد جاوید بشارت د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند وايي چې دغه عملیات پولیسو دپلخمري په چپ دریا سیمه کې کړي او په ترڅ کې یې د الکولي مشروباتو دوه فابریکې موندلي او یو تن یې ددې فابریکو د جوړولو په تور نیولی دی


ZhwandoonNovember 26, 2020
98-1.jpg

2260

روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۲۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي،چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۷۱۶ ته رسېدلی دی


ZhwandoonNovember 26, 2020
1-5-1280x853.jpg

3340

د پکتیکا ولایت د پوهنتون لپاره د نږدې ۹ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵ لويي او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد پوهنتون رییس پوهندوی علي جان عادل وایي، چې په یادو پروژو کې د پوهنتون لپاره مسلکي پراختیایي مرکز، کمپیوټر خونه، د کیمیا لابراتوار، د څېړنې مرکز او کتابتون شامل دي، چې په فعالیدو سره به یې ښوونکي او زده کړیالان اعظمي ګټنه وکړي


ZhwandoonNovember 26, 2020
98.jpg

2970

د ژمي موسم له را رسېدو او هوا له سړیدو سره سم هرات کې د برښنایي ستونزو د ډېرښت له امله د خلکوشکایتونه ډېر شوي دي. د دوی په خبره د دې ولایت ډېزې برخي بریښنا نلري او یا هم د قطع کېدو له امله یې خلک د ساعتونو لپاره په سختو شرایطو کي ژوند کوي


ZhwandoonNovember 26, 2020
95.jpg

5400

افغان حکومت وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې حل شوي او پاکستان هم ویلي، چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته تیار دي


ZhwandoonNovember 26, 2020
93.jpg

1730

د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د روانې اونۍ له پيل څخه تر اوسه د کورنيو چارو وزارت د کشف او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې پــه ترڅ کې یې د تورخم ګمرک د موظفینو او کمېشن کارانو په ګډون ۲۰ تنه د مالي فساد او له سوداګریزو محمولو د باج اخیستنې په تړاو نیول شوي



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008