وروستي خبرونه

افغانستان

ZhwandoonApril 5, 2020
520.jpg

20

د کابل ولایتي ادارې خبر وکړی، چې کابل کې د کرونا پېښو د ډېرښت له امله به سر له ننه کابل ښار کې ګرځبندیز په کلکه عملي کیږي. د کابل والي یعقوب حیدري ویلي، چې د کابل ښاروانو له لوري ګرځبندیز په کلکه نه مراعتول د دې سبب شوي، چې دې ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شي.

د والي په وینا کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو په مرسته به سر له نن څخه ګرځبندیز په کلکه رعایت او هېچاته به پرته له جدي اړتیا په ښار کې د تګ – راتګ اجازه ورنه کړي. حیدري وایي هغه کسان چې له اړتیا پرته له کورونو وځي، جریمه یا به جزايي کیږي او همدا راز هغه پلورنځي او هټۍ چې په وینا یې دغو سپارښتنو ته پام نه کوي، هم جریمه او هم به یې هټۍ تړل کیږي. د کابل والي دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د تازه اطلاعاتو له مخې کابل کې لس نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.


ZhwandoonApril 5, 2020
555.jpg

00

د عامې روغتیا وزارت د اطلاعاتو له مخې د یوې شپې – ورځې په ترڅ کې چې د ټېسټ شویو مشکوکو پېښو له ډلې ۲۸ مثبتې ښودل شوي. د دوی په خبره تاره دمو پېښو کې لس په کابل، اته په کندهار، درې پکتیکا، دوه په سمنګان، دوه په بلخ او یوه – یوه په زابل او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د دغو پېښو په ثبت سره هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر 337 تنو ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم ځانګړي درمل نه دي موندل شوي، خو په وینا یې هڅه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان پر کېدونکو لارښوونو مخته لاړ شي.


ZhwandoonApril 5, 2020
563.jpg

30

د ملي امنیت ریاست وايي، د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ټاکل شوی وو، د هېواد په جنوب کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی. د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې نیول شوی کس د اورکزۍ سیمې اوسېدونکی دی، چې تر دې وړاندې په پېښور کې د داعش ډلې د نظامي مسوول په حېث ټاکل شوی وو. د ملي امنیت د ادعا له مخې د داعش ډلې دغه مشر کابل کې د اهل هنودو پر عبادتځای د برید ترڅنګ په ګڼو نورو بریدونو کې لاس درلود، چې په خبره یې خپله یې هم د لشکر طیبة په ګډون له ګڼ شمېر ډلو سره د اړیکو درلودل منلي دي. داعش چې دې وروستیو کې یې په نړیواله کچه یې سر راپورته کړی وو، موده وړاندې یې افغان ولسمشر هېواد کې د لمنځه وړلو ادعا وکړه، خو وسلوالو طالبانو بیا ویلي وو، چې د ختیځ په ګډون یې ګڼ شمېر ولایاتو کې دغه ډله ځپلې ده.


ZhwandoonApril 4, 2020
567.jpg

00

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ایالتي کمېشنر ښاغلي عباس خان ویلي؛ چې ډېر ژر افغان ګډوالو سره د خوراکي توکو مرسته پیل شي نوموړي یو سیمه ییز تلوېزیون سره په خبرو کې زیاته کړې چې د کورونا ویروس له کبله په اضطراي حالاتو کې حکومت پاکستان د خپلو وګړو په څېر افغان کډوالو سره هم د خوارکي توکو مرستې لړۍ پیلوي د نوموړي په خبره ایالتي حکومت به د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې په کډې مرستې سره په پښتونخوا کې مېشت بېوزلو،اړمونو او د ورځنۍ مزدوري کوونکو افغان کډوالو سره به د خوارکي توکو مرسته کوي د ښاغلي عباس په وینا په دغه لړ کې یې د مرستې وړ افغان کډوالو د شمېر لړۍ سر ته رسولې او د شمېرنې لېست به د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وسپاري چې ډېر ژر به افغان کډوالو د خوراکي توکو مرستې لړۍ پیل کړل شي.

راپور: نعمت الله افغان


ZhwandoonApril 4, 2020
560.jpg

30

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې دوه تنه چې پر کرونا ویروس اخته وو، له ایران څخه راستانه شوي وو، چې د دوه اوونۍ بستر وروسته یې له کرونا ویروسه رغون موندلی. رغېدل شوي کسان له خلکو غواړي، چې کرونا جدي وګڼي او د روغتیاپالانو لارښوونو په نظر کې نیولو سره کورونو کې پاتې شي. دا هغه کسان دي، چې څو ورځې وړاندې له ایران څخه راغلي پر کرونا ویروس اخته وو: رغېدل شوي کسان خپله روغتیا ښه احساسوي او د قرنطین پرمهال روغتون کې د روغتیاپالانو له ښې کړنې خوښي څرګندوي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، لوګر کې د کرونا له ثبت شویو مثبتو پېښو دوه یې روغتیا موندلې، چې له ډاډمن صحت وروسته خپلو کورونو ته ولېږدول شي. دوی له خلکو غواړي، چې کرونا جدي وګڼي او د روغتیاپالانو لارښوونو په نظر کې نیولو سره خپلو کورونو کې پاتې شي. روغتیاپالان چې د دغو کسانو پر رغون خوښي څرګندوي، له مرکزي حکومته غواړي چې د پېښو له ډېرښت وړاندې دې ورته اکسیجنونو او نور محافظتي وسایلو مرسته ترسره کړي، څو وکولای شي په ښه ډول پر کرونا ویروس د اخته کسانو پالنه وکړي. لوګر کې په داسې مهال دغه دوه تنه له کرونا ویروسه رغون مومي، چې تر اوسه هېواد کې پر دې ویروس له سلګونه کسانو د اخته کېدو څخه د عامې روغتیا د وزارت په وینا ۱۲ تنه روغ شوي او اوو تنو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی. خبریال : سردارولي بیج / لوګر


ZhwandoonApril 4, 2020
519.jpg

00

وروسته له هغې چې د ولسمشر غني له لوري د حکومت لوړو څوکیو لپاره ګمارنو لړۍ چټکه شوه، ورسره د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله او د پلویانو له لوري یې نیوکو زور واخېست. د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي بیا غوښتنه کوي، چې هر څه ژر دې دغې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي. دوی غواړي چې دواړه لوري دې اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د هېواد د روان ناسم وضعیت ښه والي لپاره دې په ګډه کار وکړي. د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبدالله عبدالله د شته اختلافاتو حل لپاره له څو مودې راهیسې د امریکا په ګډون په کور دننه، سیاسي مشرانو، ملي شورا کې د خلکو استازو او نورو ګڼو سیاسي څېرو هڅې پیل کړي، خو لا هم دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې. په ارګ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، کریم خلیلي، محمد یونس قانوني او عبدالرب رسول سیاف له دغې کتنې وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني عبدالله عبدالله ته د سولې د عالي شورا د مشرۍ او مدیریت وړاندیز وکړ، خو عبدالله دغه وړاندیز رد کړ. خو سیاسي کارپوهان او خلک روان سیاسي کړکېچ اندېښمن کړي او وايي، که دواړه سیاسي مشران اختلافونه لرې نه کړي، لوی ناورین به رامنځته شي. له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت لوړو څوکیو ته ګمارنې پیل کړي. محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر، محمد ایوب سالنګي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مالي ادارې معین، احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي رئیس، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست او نوماند وزیر، محمد داوود سلطانزوی د کابل ښاروال او طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزیر په توګه ګمارلي، که څه هم سیاسي کارپوهان دغه ګمارنې د وړتیا پر بنسټ ګڼي، خو ځینې خلک بیا نیوکه کوي چې په یادو کسانو کې ځینې یې چې باید نظامي برخه کې ګمارل شوي وی، ملکي ادارو کې ګمارل شوي. اخوا عبدالله عبدالله چې هم ځان ولسمشر اعلان کړی ویلي، خپله کابینه به ژر اعلان کړي، خو ولسي جرګه کې د خلکو ځینې استازي وايي، دا کار د هېواد په تاریخ کې یو تور داغ دی او باید دواړه مشران په خپلو کې یو داسې جوړجاړی چې د هېواد په ګټه وي وکړي. خبریال : بهادر خان څپاند / کابل


ZhwandoonApril 4, 2020
518-1024x576.jpg

10

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په تازه څرګندونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وروستیو لیدنو ته په اشارې ویلي، ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه هڅې روانې دي، چې افغانستان کې دې هم ښکېل لوري خپل پام د جګړې پرځای د کرونا مخنیوي ته واړوي. ولسي وګړي هم هېواد کې روان تاوتریخوالي اندېښمن کړي او د جګړې پر ښکېلو ډلو غږ کوي، چې جګړه ودروي او د کرونا ویروس مخنیوي په موخه اوربند اعلان کړي. د ولسي جرګې غړي بیا له حکومته غواړي، چې طالب بندیان ازاد او طالبانو سره د اوربند په کېدو سره خپلمنځي خبرې پیل کړي. پخواني طالب چارواکي وايي، د سولې له راوانو ګرمو خبرو – اترو سره سم د جګړې شدت د دواړو غاړو په زیان دی او باید له نرمښت څخه کار واخلي. که یو لور ته د سولې خبرې په هېواد کې تر بل هر وخته چټکې شوي، خو ورسره همهاله د جګړې ډګر هم ګرم او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ښکېلو ډلو ترمنځ جنګ په شدت سره روان دي. د ملګرو ملتونو له عمومي منشي له لوري د اوربند تر غوښتلو وروسته ولسي وګړي هم په هېواد کې روانې جګړې او تاوتریخوالي اندېښمن کړي دي. دوی د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د کرونا ویروس او افغانانو ویني بهېدنې مخنیوي لپاره اوربند اعلان کړي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې د جګړې ښکېل لوري خپلو کې زندانیان تبادله او د اوربند په کېدو سره دې خپلمنځي خبرې پیل کړي. پخواني طالب چارواکي بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي او په هېواد کې د روانې جګړې شدت، د سولې خبرو په زیان بولي. افغان حکومت هم ویلي، د ټولو افغانانو له طالبانو غوښتنه ده، چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي هغه څه، چې اروپايي ټولنې هم د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ټوله نړۍ کې پر اوربند اعلانولو ټینګار کړی. خبریال : نذیر شینواری / کابل


ZhwandoonApril 4, 2020
491-1.jpg

00

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم ځانګړي درمل نه دي موندل شوي، خو په وینا یې هڅه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان پر لارښوونو مخته لاړ شي. د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو ترڅنګ یو شمېر ولسي وګړي هم له خلکو په کورونو کې پر پاتې کېدو ټینګار کوي. هېواد کې د کرونا ویروس له امله وېرې او اندېښنې ورځ تر بلې ډېریږي: د عامې روغتیا وزارت وايي، په نړیواله کچه د دغې ویروس د مهار لپاره تر اوسه کوم درمل نه دی رامنځته شوي، خو ټینګار کوي چې د مخنیوي ښه لاره یې په کور کې پاتې کېدل او خپل ځان قرنطین کول دي.

د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښايي، چې که ولسي وګړي د روغتیا پالانو سپارښتنو باندې عمل ونه کړي، نو په وینا یې چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به دغه ویروس هېواد کې له یو لک څخه د ډېرو کسانو ژوند واخلي. د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو ترڅنګ یو شمېر ولسي وګړي هم له خلکو په کورونو کې پر پاتې کېدو ټینګار کوي. کرونا ویروس د نړۍ په څه باندې ۲ سوه هېوادونو کې خپور شوی، تر اوسه یې کابو ۶۵زره کسان مړه کړي او پرې د اخته کسانو شمېر لا څو ورځې وړاندې له یو میلیون څخه اوښتی دی. خبریال : وسیم تلاش / کابل


ZhwandoonApril 4, 2020
517.png

00

وروسته له هغې چې د خوست پوهنې ریاست په لومړي ځل په هېواد کې د تدریس په ټپه دریدلی بهیر د انځوریزو رسنیو په پرده د یوې هوکړې په ترڅ کې پیل شو، پر دوام یې هوکړه وشوه چې له دې وروسته به د راډیوګانو له لارې هم یادې برنامې په غږیز ډول پیل شي، چې د ولسونو تر څنګ یې د پوهنې برخې مسوولینو تود هرکلی کړی. په خوست کې به له دې وروسته بغیر له دې چې زده کوونکي د کرونا له امله رامنځته شوي تهدیدونه او خطرونه حس کړي، پخپلو کورونو او پنډغالو کې به ورته د درس هغه بهیر چې د همدغه خپرېدونکي وایروس له وېرې ځنډ شوی، د راډویوګانو پر څپو هم پیل شوی. دا ګام د پوهنې ریاست لخوا اخستل شوی وو، چې ترې وروسته په دې ولایت کې شته یوولسو راډلو ګانو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د خوست ولایتي ادارې د رايو ګانو دغه ګام وستایه او دا یې د هېواد په کچه نوښت وباله. دې وروستیو کې چې د هېواد په کچه ډېری زده کړه ییز بهیرونه ولاړ دي، تر دې وړاندې ننګرهار کې هم یوې خصوصي رسنۍ له پوهنې ریاست سره د ورته تدریس د کولو هوکړه لاسلیک کړې وه.

خبریال : نسیم لیوال / خوست


ZhwandoonApril 4, 2020
554.jpg

00

د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې محمد خنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند او د چهارسمبالي وزیر په توګه وټاکل شو.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د دوو جلا حکمونو پر اساس محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د چهار سمبالي وزیر په توګه ټاکلی او په دې برخه کې یې ورته د بریالیتوب هیله کړې.
محمد حنیف اتمر هېواد کې له پېژندل شویو سیاسي څېرو څخه دی، چې تر دې وړاندې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.


ZhwandoonApril 4, 2020
550.jpg

10

کورنیو چارو وزارت رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تېره شپه نږدې اته نیمې بجې د ولسمشر غني ځانګړی ساتونکی په یو وسلوال برید کې وژل شوی او یو بل تن په کې ټپي دی. د ولسمشر غني دغه ساتونکی قیام مقصودي نومېده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې پرې وسلوال برید ترسره شو. د کورنیو چارو وزارت په خبره د برید په اړه یې څوک نه دي نیولي، خو په وینا یې چې په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی


ZhwandoonApril 4, 2020
499-1.jpg

20

افغان حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې وه، چې دغو سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي. پاکستاني چارواکو ویلي، پرېکړه یې کړې چې دغو سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې موټر چلوونکي او ورسره مل کسان به ځانګړي روغتیايي تدابیر په پام کې نیسي.

د دوی په خبره دغه بهیر کې به تر ډېره هغو موټرونو ته اجازه ورکړل شي، چې روغتیايي، خوراکي او نور اړین توکي لېږدوي. تر دې وړاندې افغان سوداګرو نیوکه کړې وه، چې پاکستاني چارواکي یې د بند مالونو د هر کانټینر پر سر د ورځې یو نیم سل ډالره جریمه اخلي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.


ZhwandoonApril 4, 2020
551.jpg

00

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په تازه څرګندونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وروستیو لیدنو ته په اشارې ویلي، ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه هڅې روانې دي، چې افغانستان کې دې هم ښکېل لوري خپل پام د جګړې پرځای د کرونا مخنیوي ته واړوي.

د ده په خبره افغانستان کې د سولې هره هڅه د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړه برخمن دی، چې په وینا یې ملګري ملتونه غواړي، څو د خبرو پر مټ افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي. ګوترش څو ورځې وړاندې هم د نړۍ په کچه جګړه کې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې وه، چې د کرونا ویروس د مخنیوي او لمنځه وړلو لپاره اوربند تامین او په ګډه د دغې ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.


ZhwandoonApril 4, 2020
534.jpg

00

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې هېواد کې د تازه دمو پېښو په ثبت سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹۹ تنو ته رسېدلی. د دوی په خبره یوولس مثبتې پېښې په کابل، دوه په سمنګانو او یوه – یوه پېښه په څلورو نورو ولایتونو لوګر، بلخ او کندوز کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت په تکراري بڼه له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدا غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې خلک دې له ډله ییزې ټولېدلې څخه ځانونه وساتي. ولسي وګړي چې د دې ویروس د پراخېدو له امله اندېښمن دي، خلکو ته د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو د عمل تاکید کوي.


ZhwandoonApril 3, 2020
516.jpg

00

طالب چارواکي وايي، د طالب او حکومت پلاوو ترمنځ د بندیانو لېستونه تبادله شوي او د همدې پیل شوې اوونۍ په دوام به یې ازادېدل پیل شي. د ملي امنیت شورا ویلي، چې د زندانیانو د خلاصون دواړو تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو پر تبادلې خبرې روانې دي. د چارو شنونکي سولې ته د رسېدو لپاره د بندیانو تبادله نیک ګام بولي، خو د جګړې له ښکېلو ډلو غواړي، چې سولې ته د رسېدو لپاره دې یو بل وزغمي.

د طالبانو او حکومت د تخنیکي پلاوو ترمنځ د بندیانو پر خلاصون لا هم مخامخ خبرې او بحثونه دوام لري، خو تر اوسه په ښکاره د بندیانو پر تبادلې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. پخواني طالب چارواکي وايي، د طالب او حکومت د بندیانو تخنیکي ټیمونو په خبرو کې پرمختګ شوی او ممکن سر له راتلونکې شنبې د بندیانو ازادېدل پیل شي. د ملي امنیت شورا تر دې وړاندې د دواړو ټیمونو ترمنځ د خبرو د دوام خبر ورکړی وو. شنونکي بیا د دواړو لورو د بندیانو تبادله په نیک پال نیسي او د اورکم اعلان او خپلمنځي خبرو پیل لپاره د بندیانو پر تبادلې ټینګار کوي. د طالب او حکومت پلاوي ترمنځ له تېرو څو ورځو راهیسې د هغو بندیانو پر خلاصون خبرې روانې دي، چې امریکا طالبانو سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې د ۵ زره طالب بندیانو د خوشي کېدو ژمنه کړې، خو هغه مهال افغان حکومت په دومره کچه د بندیانو د خلاصون څخه انکار کړی وو.

خبریال : نذیر شینواری/ کابل



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008