وروستي خبرونه
Sabawoon NiaziDecember 29, 2020
-جرگه-1.jpg

810
 د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتي راغلی او هغه چاوراکي چې نه شي کولی امنیت تامین کړي استعفا دې ورکړي. دوی وایي امنیتي چارواکي دې خجالت وباسي چې یواځې د کابل امنیت نه شي ټینګولی. همدار راز یو شمېر شنونکي بیا د امنیتي وضعیت د خرابېدو دلیل د حکومت او ولس ترمنځ رامنځته شوی واټن یادوي، په خبره یې دې وروستیو کې د بیان پر ازادي بریدونه د هغو کړیو کار دی چې غواړي د خپلو ناوړه کړونو د پټولو په خاطر خبریالان او مدني فعالان ووژني
ولسي خلک هم هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او له ښکېلو غاړو هر څه ژر د اوربند او له امنیتي ځواکونو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او وسلوالو نښتو له امله ګڼ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د ولایتونو سربېره په دې وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت د ولسي خلکو تر څنګ د مشرانو جرګې غبرګونونه هم راپارولي دي. د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي د ولایتونو ترڅنګ د پلازمېنې کابل امنیتي وضعیت په ډېر بد حالات کې دی او نور دوی ته د حکومتي چارواکو هیڅ بهانه د منلو نه ده. د دوی په خبره د خجالت ځای دی چې حکومت یواځې د کابل امنیت نه شي ټینکولی. همداراز یو شمېر شنونکي بیا کابل کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت د خرابېدو اصلي دلیل د حکومت او ولس ترمنځ واټن یادوي او وایي چې حکومت دې هغه چارواکي چې بې کفایته دي له دندو ګوښه او داسې اشخاصو ته دې واک ورکړي چې د ولس پر مټ وروستی کړکېچن امنیت کنټرول کړي. ملت د بېدارولو خوځښت مشر انجینر حمزا نورستانی له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې قدرت د بقا او قدرت د ښودلو په خاطر دې ملکي وګړي نه قرباني کوي، په خبره یې ځینې کړۍ هڅه کوي څو د خپلو ناوړه کړنو د خوندېتوب په خاطر ځینې خبریالان او مدني فعالان ووژنې. بل خوا بیا ولسي خلک هېواد کې له روان بحراني حالات اندېښمن دي او وایي چې دغه حالات د خلکو پر روان او فعالیتونو جدي اغیزې کړي، په وینا یې یادې برخې ته دې امنیتي ځواکونه ځانګړې پاملرنه وکړي او د ملکي خلکو ژوند دې خوندي کړي. هېواد او په خاص ډول کابل کې د بد امنیتي وضعیت په اړه په داسې مهال اندېښنې او غبرګونه راپورته کېږي، چې په دې ورستیو کې په کابل کې چسپکي ماین چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی او زیاتره قربانیان یې مدني فعالان، خبریالان او د بیان ازادۍ غږ پورته کونکي دي
میوند سالارزی

Sabawoon NiaziDecember 28, 2020
1606549961dpp.jpg

1020

د ولسي جرګې غړو په ننۍ غونډه کې پر امنیتي بنسټونو نیوکه وکړه، چې د کابل ښاریانو د امنیت په ټینګښت کې پاتي راغلي دي. وکیلان زیاتوي، په کابل کې وروستی امنیتي وضعیت او هدفي وژني او بریدونه د جدي اندېښني وړ دي او دا د امنیتي ځواکونو د کمزوري نښه ده


Sabawoon NiaziDecember 28, 2020
FB_IMG_1579188186903-620x405-1.jpg

2780

د ایران د سوداګرۍ برخې چاواکي وایي، چې افغانستان ته یې د صادراتو په کچه کې ډیروالی راغلی او اوس مهال افغانستان ته په ګڼو برخو کې صادرات لري چې د ټولو صادراتو کچه یې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي


Sabawoon NiaziDecember 28, 2020
N83086196-72636413.jpg

1160

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، ولسمشر تېره ورځ ناوخته د سر اعلی قومندانۍ په غونډه کې ویلي، په هېواد کې ورستۍ هدفي وژنې او بریدونه د منلو وړ نه دي، د غني په وینا، امنیتي بنسټونه دې په دې برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلي، د ورستیو بریدونو مسوولین دې هر څه ژر د قانون منګلو ته وسپاري او د راتلونکو بریدونو مخنیوي دې وکړي


Sabawoon NiaziDecember 28, 2020
.jpg

2220

صالح زیاتوي، د کابل ښار د نفوس په پرتله دا مهال د پولیسو تشکیل خورا کم دی نو اړتیا ده چې دغه تشکیل دوه برابره شي. د ده په خبره د پولیسو د جذب لپاره ځانګړي معیارونه ټاکل کیږي او یوازې هغه کسان جذبیږي چې ځانګړې وړتیا ولري


Sabawoon NiaziDecember 27, 2020
1574318506dpp.jpg

3930
 ده د سالنګونو د ساتنې مسوول انجنیر عبدالبشیر افغان زوی وایي، یاده لاره تېر ماښام د سخت ورښت له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د نوموړي په خبره ترهغه، چې وضعیت نه وي کابو شوی، یاده لویه لاره به دمسافرو پرمخ تړلې پاتې وي. د ژمي په موسم کې یاده لار ډېر کله د واورې د ورښت له امله د مسافرو تګ راتګ پرمخ تړل کیږي، چې له امله یې تلونکي مسافر هم له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

Sabawoon NiaziDecember 27, 2020

1500

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، تېره ورځ مزار شریف ښار کې د کرولا او باروړنکي موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې، د نوموړي په خبره یاده پېښه کې ۴ تنه وژل شوي دي. عادل زیاتوي، مړو شویو کسانو کې د هرات د پخواني امنیه قومندان عبدالحمید روزي زوي حمید روزي هم شامل ده


Sabawoon NiaziDecember 27, 2020
157785435-1.jpg

3420
 د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، چې د فرشته کوهستاني او د هغې د ورور د قتل په تور يې دوه تنه نیولي دي. د نوموړي په خبره له نیول شویو کسانو څېړنې پیل کړي او پایلې به یې له ولس سره شریکې کړي. فرشته کوهستاني او د هغې ورور دوه ورځې وړاندې په کاپیسا ولایت کې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شول.

Sabawoon NiaziDecember 27, 2020
2278099.png

1240

په د پکتيکا ولايت اوسېدونکو د يوې غونډې پرمهال وويل، چې په هېواد کې څو لسيزو پرلپسې جګړې ګاونډيو هېوادونو ته زمينه برابره کړه، چې د افغانستان خاوره لاندې کړي او په دې هيواد کې جګړه ګرمه وساتي. د غه څرګندونې د پکتيکا ولايت اوسېدونکو په برمل ولسوالۍ کې د شوروي اتحاد د استعمار په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې


Sabawoon NiaziDecember 24, 2020
-نقشه-1-620x516-620x510-2.png

1670

د دې ریاست مشر رحیم الله خوږیاڼي په وینا، د پاچان خان مزار د جوړیدو چارې په ۱۳۹۸ل کال کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له خوا پیل شوې وې


Sabawoon NiaziDecember 24, 2020
khost_0.jpg

1280

په سیمه کې یو تن افسر د نوم نه ښودلو په شرط ژوندون ټلوېزیون ته وویل، چې د خوست ښار سبزيو منډيي ناکامورا څلور لارې سره په ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د ملي اوردو یو تن سرتېری وژلی او دوه تنه سرتېري یې ټپیان کړي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغې برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی


Sabawoon NiaziDecember 24, 2020
121212121212.jpg

2060

 چې په څو ورځو کې د افغانستان په بېلو سیمو کې پر ملکي وګړو هدفي بریدونه ترسره شوي دي. د سرچینې په خبره دا بریدونه د ولسي جرګې پر یوه غړي، درېیو ډاکټرانو، یوه مشهور خبریال او د ټاکنو د څار یوه بنسټ پر مشر شوي دي. یونما دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې اوربند تامین شي، د انسانانو ژوند وساتل شي او د تېرو لاس ته راوړنو حفاظت وشي. یونما یو ځل بيا ټینګار کړی چې بین الافغاني مذاکرات باید ژر پيل شي او ژر دې دواړه لوري دایمي اوربند ته سره ورسېږي څو دلته خونړۍ جګړه پای ومومي

 


Sabawoon NiaziDecember 23, 2020
16523208_403.jpg

4110

د کرنې او مالدارۍ وزیر انوار الحق احدي وایي، د خصوصي سکټور په همکارۍ به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې پرځان بسیا کړي



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008