د کوزې پښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته چې له بېلابېلو سیمو زرګونه پښتنو پکې برخه اخیستې وه ترسره کړه، د یاد غورځنګ غړو د دې را ټولېدنې په ترڅ کې له پاکستاني ریاست څخه د لادرکه پښتنو د پیدا کېدو غوښتنه کوي، که څه هم د خلکو نه ګډون په خاطر او دا چې یاده غونډه رسنیزه نشي، پاکستاني حکومت انټرنیټي اسانتیاوې بندې کړې وې، خو بیاهم زرګونه تنو په دې غونډه کې په ګډون کولو سره د خپل حق غوښتنه کوله او له پاکستاني ریاست څخه یې وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي