وروستي خبرونه
Sabawoon NiaziJanuary 7, 2021

4110

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۱ نیول شوي غړي پاکستاني پولیسو بېرته خوشې کړي دي، د هغه په خبره څلور نور غړي یې لا تر اوسه پاکستاني پولیسو سره دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې د ثنا اعجاز په ګډون د دې غورځنګ ۴۵ غړي وروسته له هغې پولیسو ونیول، چې د ډاکټر سید عالم مسید د خوشې کېدو په تړاو یې یوه لاریون کې ګډون کړی و


Sabawoon NiaziJanuary 5, 2021
2137536.jpg

890

د ملي مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېر ماښام د دې شورا مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیون او د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي غړو پکې ګډون درلود


Sabawoon NiaziJanuary 5, 2021
105836486__105770179_52920206_767328393667447_236965191240122368_n.jpg

1240

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي
خلیلزاد زیاته کړې، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او باید د مذاکراتو په دویم پړاو کې ژر تر ژره اوربند اعلان شي
ټاکل شوې ده، چې نن د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو پیل لپاره دوحې ته لاړ شي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، هاخوا طالب مرکچي پلاوي هم د خبرو پيل ته له بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړی دی
دویم پړاو مذاکرات داسې مهال پیل کېږي، چې په کور دننه تاوتریخوالی تر بل هر وخته زیات شوی، چې له امله يې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي


Sabawoon NiaziJanuary 3, 2021
41013.jpg

550

د سپوټنیک اژانس خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ خپل ټویټر پاڼه له خپلو پلویانو غوښتي چې د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د درغلۍ پر وړاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی ونیسي


Sabawoon NiaziJanuary 2, 2021
56704886_cutmotherandchild.jpg

810

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼي په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان د ژمي مناسب لباس او د سوند توکو د لوړي بیې له امله افغانان اوس مهال له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې دغې چاري په دې هېواد کې خلک او په ځانګړي ډول ماشومان د ناروغۍ او مړینې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. هېواد کې دې وروستیو روانو نا امنیو زرګونه کورنۍ دې ته اړ کړي چې خپلې سیمې پرېږدي او د خوندي ژوند تېرولو لپاره نورو سیمو ته مهاجر شي


Sabawoon NiaziJanuary 2, 2021
133559525_3610387015709126_8848953446453150579_n.png

840

د غور پولیس پېښه تاییدوي او وايي، چې بسم الله ایماق د غور غږ راډیو مسول او خبریال مازدیګر مهال په فیروز کوه کې ناپېژاندو وسلوالو ترور کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی چارواکو تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د خبریالانو لپاره تر ټول خونړۍ کال یاد کړ، په خبره یې تېر کال ۱۱ خبریالان وژل شوي دي


Sabawoon NiaziDecember 29, 2020
WhatsApp-Image-2020-09-09-at-9.42.22-PM.jpg

1140
 د حج او اوقافو وزیر چې په یو خبرې کنفرانس کې وینا کوله وویل چې د اندونیزیا هېواد د اسلامي شوراګانو مشر یې کابل ته دغوت کړی و او له هغه سره یې د روانې جګړې او د منطیقې په سطحه د علماوو د یو کنفرانس او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې کړي. په وینا یې له نورو اسلامي هېوادونو سره یې د ښو اړیکو د پاللو په موخه هم یوه طرحه جوړه کړې او په نهه هېوادونو کې د افغان سفیرانو سره یې شریکه کړې. وزیر قاسم حلیمي وایي، دغو لیدنو کې د وژل شویو عالمانو د اولادونو لپاره پر سکالرشیفونو او د حج فریضې د اداکولو په برخه کې د اندونیزیا پر تجربو چې له دوی سره به یې شریکوي هم خبرې شوي او هغوی ډاډ ورکړی. نوموړی وایي هیچاته به اجازه ورنه کړو چې له خپل ځانه اسلامي نظام تعریف او خبرې پرې وکړي بلکې د ټولې اسلامي نړۍ په خوښه او تایید وروسته به یو اسلامي نظام رامنځته کېږي. په داسې حال کې چې ګڼو اسلامي هېوادونو او اسلامي ټولنو افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې خو د حج او اوقافو وزیر وایي چې د خپلو نویو طرحو له مخې یې کابل کې د اندونیزیا د اسلامي شوراګانو له مشر یوسف کالا سره د افغان جګړې په تړاو خبرې کړي، په وینا یې ډېر ژر به د منطیقې په سطحه د اسلامي هېوادونو علما یو کنفرانس جوړ او د افغان جګړې په تړاو به خپله فتوه صادره کړي. قاصم حلیمي وایي هيواد کي د شاوخوا دوه زره وژل شویو عالمانو د اولادونو لپاره د سکالرشیفونو په تړاو یې هم له اندونیزیا سره خبرې کړي، په وینا یې ګڼو هېوادونو کې له افغان سفیرانو سره ځینې طرحې شریکې کړي څو له نړیوالو اسلامي هېوادونو سره بیاځلې اړیکې پیاوړې کړي. همدارز نوموړی هېواد کې د یوې اسلامي راډیو د جوړېدو خبره هم کوي او وایي چې په دې اړه یې له ګڼو ادارو سره خبرې کړي او یوه بهرنۍ راډیو به دلته هېواد کې نشرات پیل کړي، څو د ټولو جوماتونو د ازان وختونه په یو وخت شي. نوموړی دغه څرګندنې په داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني عالمانو او جوماتونو د امنیت په اړه ګڼې اندېښنې راپورته شوي او یو شمېر عالمان غوښتنه کوي چې لومړی دې د دوی امنیت برخې ته پاملرنه وشي
میوند سالارزی


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008