د سویلي پښتونخوا په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه ناسته چې له بېلابېلو سیمو زرګونه پښتنو پکې برخه اخیستې وه، سیمه کې د نا امنه پېښو زیاتوالي، د پاکستاني پوځ پر جګړه ييزه پاليسي، د ورکو بلوڅو په موندلو او په افغان وطن کې د جګړې پر مخنيوي په موخه جوړه شوې وه، د یاد غورځنګ مشر، منظور پښتین دې ناستې ته په وینا کې له پاکستاني ریاست څخه یې وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي
امریکایي سناتورانو له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل له شرمه ډک او خطرناک عمل بللی او په وینا یې امریکا او متحدین به یې له سترګواښ سره مخ کړي. مک کانل چې د امریکا په سنا کې د اکثریت سناتورانو مشري پر غاړه لري، له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو ایستلو په تړاو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له خپلې پریکړې لاس په سر شي
د وروستیو راپورونو له مخې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي. څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت کې ځينو سرچینو ویلي وو، چې د ولسمشر ټرمپ فرمان ته منتظر دي او چې کله هم فرمان صادر کړي، نو دوی پوره چمتو دي، چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي
د وروستیو راپورنو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیزاد او د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ مېلر د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه واشنګټن ته تللي دي، راپورونه کاږي، چې ولسمشر ټرمپ له خلیلزاد څخه غوښتنه کړې، څو د افغان سولې پروسه د روان کال تر پایه یوې پایلې ته ورسوي