وروستي خبرونه

Zhwandoon

ZhwandoonDecember 7, 2020
3-5.jpg

1400

پکتيکا کې مېرمنې وايي، چې د قرنطين پر مهال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې کورنۍ تاوتريخوالی په بې څارې ډول ډېرې شوي، چې له اړوندو ادارو څخه دې برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي


ZhwandoonDecember 6, 2020
2-5.jpg

4650

د پوهنې وزارت سرپرست وزیره، چې مشرانو جرګې ورغوښتې وه وویل، د ځینو وکیلانو له لوري په وزارت کې د غیري مسلکي ګمارنو نه منلو له امله ولسي جرګې د باور رایه نه ده ورکړې


ZhwandoonDecember 6, 2020
1-2.jpg

16330

د ټرینډ نیوز ایجنسي د راپور له مخې د جورجیا ولسمشر سلیوم زوربیشویلي ویلي، چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه تازه دمي سرتېري رالیږي


ZhwandoonDecember 6, 2020
1-1.jpg

1800

روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۲۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۹۰۱ ته رسېدلی دی. د دغه وزارت په خبره، په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۱۰ تنه مړه شوي دي او ۲۹۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي


ZhwandoonDecember 6, 2020
7.jpg

9300

د وروستیو راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده که چېرته امریکا له ایران سره بېرته اټومي تړون ته ورګرځي نو باید له دوی او نورو عرب هېوادونو سره سلا مشورې وکړي. هغه ویلي، ایران به سیمه کې خطرناکې موخې لري او اټومې وسلو ته لاسرسی به نړۍ ته یو ستر ګواښ پېښ کړي


ZhwandoonDecember 6, 2020
5.jpg

2520

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د ۲۰۲۱ز کال لپاره د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په قانون کې دا مورد هم ورزیات کړی دی چې له مشورو او د څو اداراتو له تایید پرته له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري


ZhwandoonDecember 5, 2020
3-2.jpg

1660

د افغان ژورنالیستانو شورا وايي، هېواد کې د کورونا ویروس د لومړۍ څپې له پیل سره ی له بې وځله او د یاد ویروس له امله ځپل شویو خبریالانو لپاه له حکومته د مرستو غوښتنه کړې وه، چې دغه مرستې یې اوس د دوی په واک کې ورکړې دي


ZhwandoonDecember 5, 2020
1-1-1.jpg

2350

لیکنه: رحمت الله محمد

یوستین ګوردر وایي: که یوه انسان د پیدا کېدو په لمړۍ ورځ دومره کولای شوای، چې دا هر څه تشخیص کړي او په اړه یې فکر وکړي، نو دې کس به د پیدا کېدو په لمړۍ ورځ د فیلسوفانو په څېر پوښتنې کولي، دا هر څه به ورته جالب و، او د موجودیت او پیدا کېدو په هکله به یې جالبې پوښتنې کولي. خو کله چې انسان لویږي، نو له دې هر څه سره عادي کېږي او بیا دا ډول پوښتنې ورته لېونتوب ښکاري.


ZhwandoonDecember 5, 2020
5.jpeg

2070

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد چارواکو له ټولو خلکو نه په بېړنۍ توګه سره غوښتنه کړې څو له ماسکونو کار واخلي. دا ګام هغه مهال اخیستل کېږي چې کله تېره پنجشنبې په امريکا کې د کورونا ناروغۍ له امله په يوه ورځ نږدې 3 زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ


ZhwandoonDecember 5, 2020
4.jpg

13830

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده، نوموړی هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړی


ZhwandoonDecember 4, 2020
15.jpg

3790

افغان سولې کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټوېټ پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د دوحې په ګډون یې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر پیل کړی چې د افغان سولې پر روان بهیر به خبرې وکړي



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008