
د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې د ازبکستان برښنا پنځو دستګاوو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي، چې له امله یې افغانستان ته په صادراتي برښنا کې کموالی راوړی. د دوی په خبره ازبکستان افغانستان ته خپله برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.
د برښنا شرکت چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د برښنا په لګښت کې دې کموالی رامنځ ته کړي، تر څو د نورو هېوادوالو اړتیا هم پوره کړي.
دا په داسې مهال ده، چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برښنا له نشتون شکایت کوي