
د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ټویټ پيغامونو کې ویلي دي. چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي؛ خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی کوي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي هغه له حکومتي ادارو غوښتنه کړې څو د لاریون هغه تنظیموونکي محاکمه کړي چې لاریون کوونکي یې د ملت کور ته ننوتو ته هڅولي وو. پمپیو په داسې مهال دغه څرګندونې کړي، چې د امریکا پر کانګریس د ټرمپ د پلویانو هغه مهال برید وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې د تایید لپاره غونډه جوړه شوې وه. د ټرمپ زرګونه پلویانو پر کانګریس برید وکړ، د پولیسو لیکې یې ماتې کړې او د کانګریس ودانۍ ته ننوتل. ورته مهال منتخب ولسمشر جو بایډن بیا پر ټرمپ غږ کړی چې ناندرۍ دې نه جوړوي او د رسنیو په مخ کې دې اعلان وکړي چې بایډن ګټونکی دی او امریکا دې نړۍ ته نه شرموي