ولسمشر غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د عمومي وضعیت ارزونې لپاره ننګرهار ته تللی
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني نن سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته رسېدلی دی، چې موخه يې له دې سفره د دې ولایت عمومي وضعیت ارزونه دهولسمشر به په دغه سفر کې د ننګرهار پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د یاد ولایت مشرانو، مخورو، علماوو کرامو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره وګوري او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه به واوري. ولسمشر سره دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، د کابينې يو شمېر وزيران او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون د ملي شورا يو شمېر غړي ملتیا کوي