کوزې پښتونخوا کې کان ښوېدنې اووه افغانان وژلي
بهرنیو چارو وزارت وایي د کوزې پښتونخوا په بلوچستان ایالات کې د ډبرو کان ښوېدنې له امله اووه افغانان وژل شوي دي یاد وزارت وایي چې لا تر اوسه په دقیقه توګه نه ده جوته شوې چې مړینه د کان ښوېدنې له امله رامنځته شوې او که کومه بله مسله ده. بهرنیو چارو وزارت زیاتوي د یادې موضوع په تړاو د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي، څو لاملونه يې پيدا کړي