د خپلمنځي مذاکراتو په دوهم پړاو کې باید د جګړې او تاوترخوالي پر ختمېدو هوکړه وشي
د بښنې نړیوال سازمان وایي خپلمنځي مذاکراتو کې دې تر هر څه وړاندې د بشري حقونو د خونديتوب ترڅنګ د جګړي ختمېدو ته پاملرنه وشي د دغه سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوي ، جګړې شدیدې شوي دي او د ملکي وګړو تلفات پکې ډېر دي. دغه سازمان په افغانستان کې هدفي وژنې هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې د دوحې په مذاکراتو کې باید د دغه مواردو د ختمېدو پر سر هوکړه وشي. دغه سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض د مخنیوي سبب شي. یادې څرګندونې د بښنې نړیوال سازمان له خوا په داسې مهال تر سره کېږي چې هېواد کې پدې وروستیو کلونو کې د راکيټي بریدونو ترڅنګ هدفي وژني ډېرې شوي، چې په هېواد دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي