وروستي خبرونه

د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ختم او اوربند اعلان شي

_105836486__105770179_52920206_767328393667447_236965191240122368_n

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي
خلیلزاد زیاته کړې، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او باید د مذاکراتو په دویم پړاو کې ژر تر ژره اوربند اعلان شي
ټاکل شوې ده، چې نن د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو پیل لپاره دوحې ته لاړ شي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، هاخوا طالب مرکچي پلاوي هم د خبرو پيل ته له بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړی دی
دویم پړاو مذاکرات داسې مهال پیل کېږي، چې په کور دننه تاوتریخوالی تر بل هر وخته زیات شوی، چې له امله يې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008