وروستي خبرونه

افغانستان سره ښې اړیکې کولای شي، پاکستان په یو سوداګریز مرکز بدل کړي

پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو لرل به پاکستان په سیمه کې په سوداګریز مرکز بدل کړي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرزاق ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي دي. هغه زیاته کړې چې په اوږدمهاله پلانونو کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درېل پټلۍ غځول شامل دي څو درې واړه هېوادونه لا پیاوړې او اغېزناکې سوداګریزې اړیکې ولري. هغه ویلي دمګړی له افغانستان سره پر خبرو بوخت دي او پوره هڅه روانه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي. یادې څرګندوني په داسې مهال تر سره کېږي چې له دې وړاندې افغان او پاکستاني سوداګرو د سیاسي او اقتصادی اړیکو د ترینګلتیا پر مهال نشو کولای چې خپل توکي یو بل ته وارد کړي چې له کبله یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوان ور واوښت

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008