وروستي خبرونه

د کابل پولیسو تشکیل دوه برابره کیږي د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل پولیسو تشکیل دوه برابره کیږي

صالح

صالح زیاتوي، د کابل ښار د نفوس په پرتله دا مهال د پولیسو تشکیل خورا کم دی نو اړتیا ده چې دغه تشکیل دوه برابره شي. د ده په خبره د پولیسو د جذب لپاره ځانګړي معیارونه ټاکل کیږي او یوازې هغه کسان جذبیږي چې ځانګړې وړتیا ولري صالح له لويې څارنوالۍ غواړې څو د هغو نیول شویو ترهګرو لېست خپور کړي تر څو خلکو ته معلومه شي چې څه وخت محاکمه کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار تر بل هر وخته ډیر د هدفي وژنو او مقناطیسي ماینونو شاهد ده، چې د خلکو اندیښنې یې راپارولې دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008