
د وروستیو راپورونو له مخې، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې وروسره د خلکو او حکومتونو اندېښنې هم راپارولې دي. راپورونو زیاته کړي د کرونا ویروس د نوې بڼې پېښې په فرانسه، ډنمارک، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او جاپان کې ثبت شوې ديهسپانوي چارواکو هم ویلي چې دوی د نوي کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت کړې دي او پرې اخته کسان هم تازه له برېتانیا دغه هېواد ته راغلي وو. د کرونا دا نوی ډول چې تر اوسه پورې نه ده ثابته شوې چې د واکسین په وړاندې مقاومت لري د مخکېنۍ هغې په شان وژونکې نه ده چې لومړی ځل په بریتانیا کې خپره شوه