
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرېسټوفر مېلر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د عملیاتو ځانګړي ځواکونه افغانستان ته لومړی راغلي او د دوی وتل به هم تر ټولو وروسته وي
کرېسټوفر مېلر کابل کې د امریکا ځانګړو ځواکونو له مرکزونو څخه هم لیدنه کړې، نوموړی زیاتوي، چې ځانګړي ځواکونو به په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلې وځپي او همداراز د افغان پوځ روزنه به کوي. میلر په افغانستان کې د جګړې دوام یوه ستراتېژيکه تېروتنه بللې، هغه هیله ښودلې، چې افغانستان کې به روانه جګړه ژر پای ته ورسیږي او امریکايي ځواکونه نور کورونو ته ستانه شي. میلر دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د افغان سولې خبرې یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي