وروستي خبرونه

د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي، تر راتلونکو څلورو کلونو پورې افغانستان به د چرګانو د غوښې په برخه کې په خپل ځان بسیا شي

16523208_403

د کرنې او مالدارۍ وزیر انوار الحق احدي وایي، د خصوصي سکټور په همکارۍ به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې پرځان بسیا کړي یاد وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غوښینو چرګانو فارمونه جوړ شوي چې په هېواد کې په کلني ډول ۲۲۰ زره ټنه د چرګانو غوښه تولیدوي خو بیا هم له نورو هېوادو د چرګانو غوښه افغانستان ته را واردیږي . د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي تر راتلونکو څلور کلونو پورې به هڅه وکړي څو په هېواد د غوښینو چرګانو په زیاتوالی سره دغه هېواد په خپل ځان بسیا او له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښې د واردولو مخه ونیسي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008