
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او زیاته کړې يې ده، چې دغه هېواد د خبریالانو پر وړاندې د نړۍ په کچه تر ټولو خونړی هېواد دیدغه کمېټه زیاتوی، په نړیواله کچه افغانستان، سوریه او مکسیکو د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکو هېوادونو په کتار کې راځي. دوی په داسي مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی. په کور دننه هم د خبریالانو بنسټونو پر خبریالانو ورستي بریدونه غندلي او له حکومت څخه يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده