
د علي وزیر مېرمنې سایرې رسنیو ته ویلي، چې علي وزیر ورته په یوه ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې ژوند یې په خطر کې دی د دې تر څنګ د علي وزیر وراره عالمګیر هم رسینو ته ویلي و چې تره یې علي وزیر خپلې مېرمنې سره د تیلیفوني خبرو پر مهال هغې ته ویلي چې زندان کې نوموړي ته د شکر ناروغۍ اړین درمل نه ورکول کېږي او وېره لري چې د کومې ناروغۍ په پلمه به ووژل شي. له دې مخکې هم په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي وو، چې پاکستان غواړي علي وزیر د کورونا ویروس په پلمه ووژني