
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي حکومت دې د ملي شورا امنیت وساتي. د ولسې جرګې مشر رحماني په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، د هدفي وژنو او د بې ګناه خلکو د وژنو دوام د زغملو نه ده فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې حکومت دې د ملي شورا غړو امنیت ونیسي. مسلمیار زیاتوي دا پر استازو درېیم برید دی چې تر سره کېږي. دی زیاتوي چې انار کلي او ځینو نورو سناتورانو ته هم ګواښونه شوي دي. دا په داسې حال ده چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پر استازي خان محمد وردګ موټر بم برید وشو چې نهه تنه ووژل شول او د خان محمد وردګ په ګډون لسګونه تنه نور ملکي وګړي ټپیان شول