
او د پاکستاني ریاست له لوري له پښتنو سره د روان ظلم غندنه وکړې. د لاریون ګډون والو غوښتنه کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر بي ګناه دی او باید ژر تر ژره خوشي شيد سویل ختیځ زون پکتیا او لوګر ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون وکړ، لاریونوال وايي، چې د دې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر، چې د پاکستان پولیسو لخوا نیولی شوی باید ژر تر ژره خوشي شي. دوی همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پاکستاني پولیسو په دې هېواد کې له پښتنو سره تل بشرضد عمل کړی او باید چې مخه یې ونیول شي. د لاریون ګډون والو له پاکستان وغوښتل، چې په دې هېواد کې دې له پښتنو سره روان ظلم ته د پای ټکی کېږدي او باید چې دوی ته نور خپل حقه حقوق ورکړي. د لاریون ګډون والو پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر حامي وباله او په خبره یې د افغانستان په ګډون ټوله سیمه د دوی د لاسوهنې له امله نامنه ده