وروستي خبرونه

خوست او پکتیا کې د پاکستاني پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د نیول کېدو په غبرګون کې پراخ ولسي لاریونونه وشول

EFE93991-551E-4C13-AAD1-5E80AF631354_w1200_r1

د لاریون پرمهال د علي وزیر او پي ټي ایم د نورو نیول شویو غړو د ازادېدو لپاره غوښتنه وشوه او لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پاکستان له لوري دې د پښتنو پر وړاندې د هر ډول وحشت او ظلم مخنیوی وکړيدوی له پښتنو سره د پاکستاني ریاست روان تشدد وغنده او په ټوله کې له پي ټي ایم ملاتړ اعلان کړ، لاریون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په انلاین وینا کې وویل چې لر او بر یو افغان دی، موږ ټول له شریک دښمن او ناورین څخه کړیږو او درد مو هم شریک دی. نو پکار ده چې نور لر او بر ټول افغانان د ظلم پر وړاندې یوځای ودرېږو. همدا رنګه د یاد لاریون ګډونوالو د غزني خونړۍ پېښه وغندله او په یو غږ په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه وکړه

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008