
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پینس د کورونا ضد واکسین پر ځان تطبیق کړی راپورونو زیاته کړي د پینس ترڅنګ د هغه مېرمن کیرن او د امریکا د عامې روغتیا تر ټولو لوړ پورې چارواکي عمومي جراح جیرو ایډمز ته هم دغه واکسین ورکړل شوی دی. د دوی په خبره د واکسین تطبیق نه یې موخه دا ده څو خلک باور پيدا کړي او دغه واکسین پر ځان تطبیق کړي. امریکا کې په داسې مهال د کرونا ضد واکسین د تطبیق اجازه ورکول کېږي چې اوس هم دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مثبتو او قربانیانو شمېر کې کموالی نه دی راغلی