وروستي خبرونه

روغتیا نړیوال سازمان غواړي د کورونا ویروس د اصل معلومولو په موخه ووهان ښار کې څېړنه وکړي

untitled_design_2_1
 د وروستیو راپورونو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د دې لپاره څو د کورونا ویروس اصل معلوم کړي غواړي راتلونکې میاشت د متخصصانو یوه ډله د چین ووهان ښار ته واستوي. راپورونو زیاته کړې، تر دې دمه دا څرګنده شوې نه ده چې دغه ویروس څرنګه رامنځته شو او لومړی ځل څرنګه انسان ته انتقال شو. روغتیا سازمان په داسې مهال د کورونا ویروس د اصل معلومولو لپاره د تحقیق خبره کوي چې اوس هم د کورونا ویروس مثبتې پېښې او د قربانیانو شمېر نه دی کم شوی، چې تر دې دمه ټوله نړۍ کې له ۷۴ میلیون نه ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې یو میلیون او 6 لکو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008