
دغه ولایت چې پخوا یې د غلې دانې د کندو لقب تر لاسه کړی وو وروستیو جګړو او پرلپسې وچکالیو یې بزګران سخت زیانمن کړي وواوس تازه په دغه ولایت کې د وریجو د دوه فابریکو سربېره د پختې دانې فابریکه هغه څه دي چې بېرته یې د یوه پلوه بزګران په پښو درولي او بل لور ته زرګونه بې روزګاره کسان پکې په کار بوخت دي . د پختې فابریکې مشر وایې پخته یې د نړۍ په کچه بازار لري، دوی له افغان حکومت د مرستې غوښتنه کوي، خو افغان حکومت هم پانګوالو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي . کندز کې د پختې د پروسس فابریکې استازی وایي مالوچ یې بهرنیو هېوادونو ته صادریږي چې په نړیوال بازار کې خاص ځای لري. محمد رسول وایي اته کاله کېږي چې فابریکه یې فعالیت کوي او شپه او ورځ کې (۱۲۵)ټنه پخته پروسیس کوي چې ګڼو کسانو ته پکې د کار زمنیه هم برابره شوې ده. پخوا دغه ولایت کې د سپین په نامه یوې فابریکې فعالیت درلود چې شاوخوا دولس زره کسان پکې پکار بوخت وول . په دغه فابریکه کې به د غوړیو، رختونو، مالوچو سربېره آن لوخي هم جوړېدل خو دا مهال د جګړو له کبله ویجاړه او هېڅ ګټه ترې نه اخیستل کېږي