
د ولسي جرګې مشر د کابل پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل ښار امنیتي مسوولیت سپارلو سره ناامني ډېره شوې او نوموړی د وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلی د جرګې غړي زیاتوي، کابل ښار کې هره ورځ د چسپکي ماین په چاودنو کې خلک وژل کېږي او د امنیت په ټینګښت کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی. همداراز وکیلانو د سرپرستانو پر لړۍ او وزارتونو کې د هغوی په غیري قانوني بدلونونو راوستو غبرګون وښود او له ولسمشر غني څخه يې وغوښتل، چې د سرپرست وزیرانو پر ځای نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي. کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنو په زیاتېدو سره، چې نن سهار هم د ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په پنجصد فامیلیو سیمه کې د بګرامیو ولسوالۍ د امنیت مدیر پر هایلکس موټر چسپکي ماین چاودنه شوې، چې په کې نوموړی ټپی او یو بل کس وژل شوی دی. د ولسي جرګې غړي کابل ښار کې دې وضعیت اندېښمن کړي او وايي، امرالله صالح ته د کابل ښار امنیتي مسوولیت په سپارلو سره ناامني تر بل هر وخته ډېره شوې او نوموړی د امنیت په ټینګښت کې ناکام دی. د جرګې غړي کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنو او روانې ناامنۍ په مخنیوي کې امنیتي سکټورونه پر بې غورۍ تورنوي او غوښتنه کوي، چې امنیتي مسوولین ولسي جرګې ته وروغواړي، ترڅو د وضعیت خرابوالي په تړاو د ولس استازو ته وضاحت ورکړي. دغه راز د ولس استازي وايي، سرپرست وزیرانو نه یواځې د قانون خلاف خپل کار ته دوام ورکړی، بلکې په وزارتونو کې يې غیري قانوني بدلونونه پیل کړي، چې ولسمشر باید د سرپرست وزیرانو پر ځای نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپېژني. حکومت د کابینې ۲۵ نوماندان د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي وو، چې ۲۰ تنو يې د باور رایه اخیستې، خو درې نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک د ریاست سرپرست ته يې د نه باور رایه ورکړه او د ښځو چارو د نوماند وزیرې برخلیک هم د یوې جنجالي رایې له امله تر اوسه څرګند شوی نه دی