وروستي خبرونه

د هلمند کرونده ګر د پنبې له نرخ څخه سرټکوي

1

هلمند ولایت کې که څه هم بست تصدي فابریکې په فعالیت پیل کړی خو ځينې کروند ګر پنبه نه وروړي دوی یې علت په کار کې ځنډ، نرخ ټیټوالۍ او پیسو پر وخت نه ورکړه یادوي کرنې ریاست مسولین بیا وايي د پیسو نغدوالی او د کارونو ځنډوالي مخنیوي په برخه کې به ډېر ژر د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. هلمند ولایت کي بُست تصدي فابریکي د یوکال راهیسې په فعالیت پیل کړی چې تر دې مهال یې ۳۳۰۰ ټنه دانه داره پنبه رانیولې چې ترې مالوچ پنبه، غوړي، صابون، کنجاره، لیندر او پوستک تولیدوي. دا کرونده ګر او ځمکه وال چي پنبه یې لښکرګاه ښار کې پلورله ووایي چې دوی په تکلیف تر ښار پورې پنبه را رسوي، خو فابریکه یې په ارزانه نرخ ترې رانیسي او پیسې هم ورته په ځنډ ورکوي چې د دوی کارونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي

د هلمند کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریس زلمي الکو د یادو کرونده ګرو اندېښنو ته په ځواب کي وویل چې د پیسو نغدوالي او کرونده ګرو کارونو ځنډ لري کولو په برخه کې سره غږیدلي او له کروند ګرو سره به د خصوصي سکتور په بیه پنبه وپیري. د هلمند په ۱۳۱۴۴ جریبه ځمکه کې پنبه کرل شوې چي ۵۵۳۳۰ میټریک ټنه حاصلات به ترې تر لاسه شي خو کروندګر او ځمکه وال د نرخ کموالي او د بازارونو نشتوالي څخه اندېښمن دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008