وروستي خبرونه

افغان حکومت د خبریالانو د ژوند په خوندیتوب کې پاتې راغلی

2

د خبریالانو وژل کېدو وروستیو پېښو خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي او په وینا یې حکومت نه دی توانیدلی، چې پر خبریالانو د بریدونه مخه ونیسي د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي هېواد کې د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او حکومت د خبریالانو او رسنیزو فعالانو خوندیتوب ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې. دوی، پر حکومت نیوکه کوي، چې د خبریالانو قضیې په سم ډول نه څېړي او هر څه ژر یې د قضیو د څېړنې غوښتنه کوي

خبریالان هم روان حالت اندېښمن کړي او وايي، دغه ډول بریدونه به خبریالان ونه وېروي او له خپلو موخو به هېڅ کله په شاه نه شي. افغانستان د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې دې وروستیو کې دلته د وژل کېدو پېښې ډېرې شوي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي

په دې ورستیو کې د خبریالانو وژل خبریالان او د خبریالانو د ملاتړي بنسټونه یې اندېښمن کړي او نیوکه کوي چې د ژوند خوندیتوب لپاره يې هېڅ ډول کار نه دی شوی. د دوی په وینا دا ډول بریدونه د دوی د کار او فعالیت مخه نه شي ډب کولای او دوی به هېڅکله هم له خپلو موخو په شا نه شي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې افغانستان کې پر رسنیزو فعالانو بریدونو زور اخیستی چې له ډلې یې تېره ورځ د آریانا نیوز ویاند فردین امیني، وړمه ورځ ملالۍ میوند او څو اوونۍ وړاندې هلمند کې د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او کابل کې د طلوع نیوز تلویزیون پخوانی ویاند د ناپېژاندو وسلوالو له لوري وژل شوي، که څه هم د امنیي د وژل کېدو وروستۍ پایلې له رسنیو او ولس سره نه دي شریکې شوي، خو تر دې دمه د دې پېښو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی

وسیم تلاش

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008