
یادې ادارې خپل راتلونکي کاري پلانونه او برنامې هم له ولس سره شریکې کړې او په وینا یې هڅه کوي، چې په دې ولایت کې معلولینو ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. په دې ولایت کې معلولین او د شهیدانو د کورنۍ غړي د حساب ورکوونې برنامه ستايي، خود خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي په خوست کې د معلولیت په برخه کې د ښکېلو اداراتو له لوري د یوې غونډې پرمهال د خپلو کړنو، پرمختګونو په اړه ولس ته وضاحت او حساب ورکړ. د خوست شهیدانو او معلولینو چارو آمریت په چوکاټ کې اړونده ټولو کورنیو او بهرنیو موسیسو له لوري د خپلو وروستیو کارونو په اړه د ستونزو په حل او دوی ته د اسانتیا په برابري کې وضاحت او حساب و رکړ. د یادولو ده چې اوس مهال په خوست ولایت کې ټول ۸۸۶۵ شهیدان او معلولین ثبت شوي دي چې د معلولینو په چارو کې اړونده ادارې په داسې مهال حساب ورکوي چې لا تراوسه هم د معلولینو په ژوند کې کوم مثبت تغیر نه دی رغلی او دوی حکومت په دې برخه کې په پاتې راتلو تورنوي