
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چې فردین امیني نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل په قصبه سیمه کې ځان وژنه وکړه. د ارین په خبره د فردین امیني د وژنې لامل تر اوسه نه دی معلوم خو وايي، چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې ورانې دي د عیني شاهدانو په خبره نوموړي د شیشې او یا هم تېرې تیګې په وسیله خپله غاړه پرېکړې ده، دوی وايي، چې کله پولیس راغلل، امیني ژوندی و او پولیسو روغتون ته انتقال کړ. د ازاده رسنیو ملاتړ اداره یا نی وايي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو وژنې ډېرې شوي او حکومت مسوولیت لري، چې د خبریالانو امنیتي ونیسي
د فرید امیني د ځان وژنې خبر په داسې مهال خپريږي، چې پرون د انعکاس راډيو ټلوېزیون خبریاله ماله میوند د ناپېژانده وسلوالو له لوري په جلال اباد ښار کې له خپل موټروان سره ووژل شوه، له دې وړاندې بیا په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او په کابل کې بیا د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش هم د چسپکي ماین له امله ووژل شول