
بغلان کې د جګړو له امله د بېځایه شوو کورنیو کډوالو چارو او بیړنیو پیښو سره د مبارزې ریاست مرستې کړي دي . کډوالو چارو ریاست وایي، هرې کورنۍ ته یې ۲۴۴۰۰ افغانۍ ورکړي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې ریاست د پنځوس ذره افغانیو په ارزښت په بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دب غلان د والي مرستیال وايي چې د مرستو لړۍ روانه ده او ټولو هغو کورنیو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ویشي چې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي . د بغلان د کډوالو چارو ریاست په دې ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوو ۱۱۳ کورنیو سره د نقدي پیسو مرستې وکړې . شریف الله شفق د بغلان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریس وايي چې دنقدي پیسو مرستې یې له ۱۱۳ کورنیو سره کړي چې هرې کورنۍ ته یې ۲۴۴۰۰ افغانۍ ورکړي دي ، دغه مرستې د اکټیډ دفتر له بودیجې څخه د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ شوي دي . په همدې حال کې د بغلان ولایت له بېړنیو پیښو سره د مبارزې ریاست په هغو ۱۴ کورنیو خوراکي او غیرخوارکي توکي ویشلي چې د خواجه الوان له سیمې وزیراباد سیمې ته راکډه شوې وې
مسوولین وايي هرې کورنۍ سره یې د پنځوس ذره افغانیو په ارزښت مرستې کړي دي. بیځایه شوو کسانو چې دغه مرستې تر لاسه کړي خوښ دي او زیاتوي چې په نقدي پيسو یې تر ډېره ستونزې حل کیږي . په ورته مهال د خواجه الوان سیمې له بې ځایه شوو کورنیو سره نن سهار د مجروح خیریه بنسټ هم د پخې ډوډۍ مرسته کړې ده خو بې ځایه شوي کسان وآيي چې دا مرستې بسنه نه کوي او باید حکومت دوی سره نورې مرستې هم وکړي