وروستي خبرونه

افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار ناامنه کېدو لپاره د ترهګرو ټول پلانونه شنډ کړي دي

1

د کابل امنیې قومندان وايي، افغان امنیتي ځواکونو د ترهګرو هغه پلانونه، چې غوښتل يې کابل ښار ناامنه کړي شنډ کړي او په وینا يې خلک باید د امنیت ټینګښت کې د خپلو امنیتي ځواکونو بشپړه مرسته وکړي.

امنیې قومندان زیاتوي، چې ترهګرو تل د کابل ښار بریدونو کې د خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه پورته کړې او په خبره يې د امنیتي میثاق پر مټ به يې جدي مخنیوی وکړي. د پوځي چارو شنونکي بیا د کابل امنیتي میثاق پروګرام ته د شک پر سترګه ګوري او په وینا يې حکومت ته په کار ده، چې د ناامنۍ اصلي لاملونه له منځه یوسي. تر هغې وروسته، چې په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي میثاق پروګرام پیل او اوس د پلي کېدو په حال کې دی له ګڼو نیوکو سره مخ دی، چې ګواکي دا امنیتي پروګرام ناکام دی.

د کابل امنیې قومندان جمعه ګل همت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د ترهګرو ټول پلانونه، چې په مټ يې د کابل ښار ناامنه کاوو له منځه وړي او په خبره يې خلک باید د امنیت ښه کېدو کې په هر حال کې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي. د امنیتي سکټورونو مسوولینو، چې د امنیتي میثاق پروګرام په تړاو يې د کابل ښار له ګذر وکیلانو سره ناسته درلوده وویل، ترهګرو تل د کابل ښار بریدونو کې د خلکو له کورونو ګټه اخیستې او باید خلک د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې افغان ځواکونو سره لاس یو کړي. د کابل ښار د ګذر وکیلانو بیا له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د امنیت د ټینګښت لپاره به افغان ځواکونو سره تل همکار اوسي.

د پوځي چارو شنونکي بیا د کابل امنیتي میثاق پروګرام ته د شک پر سترګه ګوري او زیاتوي، چې ډېری وخت امنیتي ځواکونو دا ډول هڅې د خپلو شخصي او سیاسي غوښتنو لپاره کړي دي. د امنیتي سکټورونو د معلوماتو له مخې د امنیتي میثاق پروګرام، چې په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت په موخه پیل شوی دا امنیتي پلان به تر کابل وروسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تطبیق شي، څو امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008