
د ولسمشرغني په ګډون د مصالحې شوار مشر عبدالله عبدالله کابل کې د ډنمارک سفیر ګڼ شمېر خبریالانو او رسنیو ملاتړو ادارو د ملالې میوند وژل کېدل غندلي او د خبریالانو وژل کېدل یې د نیوکیز غږ خاموشه کول یاد کړي او په وینا یې دغه عمل باید د ټولو له لوري وغندل شي ملاله میوند سهار د ناپېژانده وسلوالو له لوري د جلال اباد ښار اړوند عربانو ګولايي کې هغه مهال ووژل شوه، چې له کوره دفتر ته پر لاره وه، په پېښه کې د ملالې په ګډون د هغې موټر چلوونکی هم وژل شوی. په دې وروستیو کې دا درېیم رسنیز فعال دی، چې د ناپیژاندو وسلوالو له لوري پر داسې مهال وژل کیږي، چې د پیښې مسوولیت یې هم تر دې دمه چا پرغاړه نه دی اخیستی