
د ولسي جرګې غړي وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ له ۹۱ کوډ نه یو شمېر کسانو شخصي او غیري اصولي ګټه پورته کړې او باید په جدي ډول یې څېړنه وشي د وکیلانو په خبره ۹۱ کوډ، چې د ولسمشر غني په انحصار کې دی، په سلګونه میلیونه افغانۍ ترې ایستل شوي، چې له فساد سره د حکومت کمزورې مبارزه په ګوته کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ بیا هغه تورونه رد کړي، چې ګنې له ۹۱ کوډ نه د ځینو کسانو لپاره شخصي ګټه پورته شوې او د اطلاعات روز ورځپاڼې دا راپور يې له حقیقته لري بللی. تر هغې وروسته، چې د اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکړ، چې ګني د ولسمشرۍ ماڼۍ ۹۱ کوډ، چې یواځې واک يې له ولسمشر غني سره دی د ځینو کسانو شخصي اهدافو کې ترې ګټه اخیستل شوې سخت غبرګونونه راپارولي دي
د ولسي جرګې غړي وايي، له ۹۱ کوډ نه په سلګونه میلیونه افغانۍ د ولسمشر غني او مخکیني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله نږدي کسانو د شخصي اهدافو لپاره استفاده کړي، چې باید په جدي ډول وڅېړل شي. وکیلانو غوښتنه وکړه، چې د ۹۱ کوډ فساد قضیه دې جدي وڅېړل شي ځکه په وینا يې یاد کوډ د ولسمشر غني په انحصار کې دی او پراخ فساد په کې شوی، چې ټول ولس يې اندېښمن کړی
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا هغه تورونه رد کړي، چې ګواکي له ۹۱ کوډ نه د شخصي اهدافو لپاره ګټه پورته شوې او دا راپور يې له حقیقته لري یاد کړی. د اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې ۱۳۹۳ کال کې له ۹۱ کوډ نه له دوه میلیاردو ډېرې افغانۍ د شخصي اهدافو لپاره د ولسمشر او مخکیني اجرائیه مشر نږدي کسانو د کورونو کرایو، د کار کوونکو امتیازاتو او دفترونو په لګښت کې ترې ګټه اخیستي ده
نذیر شینواري