وروستي خبرونه

ننګرهار کې د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات دي

1 (1)

ننګرهار کې د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات دي خو قراردادیان یې وایي، چې له بهره د مالټو وارداتو د دوی بازار خراب کړی دی د کانال شرکت مسولین وایي، ۴۰۰ ټنه حاصلات د تېر کال په پرتله زیات دي او وایي، د باغونو د زیاتوالي لپاره یې په ۴۳ هکټاره ځمکه د سیتروسو نوي باغونه هم جوړ کړي دي. د باغونو ایجاره کوونکي شکایت هم لري، چې ځيني خلک ترې په زور مالټې وړي چې دوی ته یې هره ورځ نږدې د اتیا منو مالټو تاوان ور اوړي. د ننګرهار د کانال شرکت اړوند پر ۶۱۰ هکټاره ځمکه د مالټو باغونه اباد دي، چې سږنی کال یې د تېر په پرتله حاصلات زیات شوي دي. چارواکي وایي، په اټکلیز ډول به له دې باغونو ۱۹۰۰ ټنه مالتې تر لاسه شي، چې وار له مخه په دولس بېلابېلو شرکتونو پلورل شوي

د کانال چارواکي وايي، د باغونو ساتنه او پالنه هم دغه شرکتونو ته ور پر غاړه ده او وایي د سږ کال په حاصلاتو کې ۴۰۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی. خو یو شمېر قرار داد کوونکی د مالټو له حاصل خوښ نه دي او وایي، د لوړو حاصلاتو هغه تمه چې يې لرله پوره نه شوه

وایي، له پاکستان او نورو هېوادونو د مالټو واردتو د دوی مارکيټ خراب کړی او پیر پلور يې کمزوزی دی. دغه باغونه د پنځو کالو لپاره په اجاره ورکړل شوي خو یو شمېر قراردیان یې غوښتنه کوي، چې که وخت یې زیات شي او دوی یې ښه پالنه وکړي نو کال تر بلې به یې حاصلات لوړ او بازار ښه وي؛ خو شکایت یې دا دی، چې یو شمېر حکومتي او ملکي خلک ترې په زور مالټې وړي، چې هر ورځ تر نږدې ۸۰ منه زیان ورسېږي

خو د بټي کوټ ولسوالۍ چارواکي وايي، د دوی د باغونو ساتنه کوي او دا نه مني چې ګڼي خلک دې په زور له باغونو مالټې یوسي. د کانال شرکت چارواکي وایی، دوی د مالټو باغونو د زیاتوالي لپاره تازه پر ۴۳ هکټاره ځکه نوي باغونه جوړ کړي او وایي هڅه یې دا ده، چې د کانال د پراختیا لپاره نورې پروژې هم پلي کړي

هلال الدین عزیزیار

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008