وروستي خبرونه

پکتیکا پوهنتون لپاره د نږدې ۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

1

د پکتیکا ولایت د پوهنتون لپاره د نږدې ۹ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵ لويي او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد پوهنتون رییس پوهندوی علي جان عادل وایي، چې په یادو پروژو کې د پوهنتون لپاره مسلکي پراختیایي مرکز، کمپیوټر خونه، د کیمیا لابراتوار، د څېړنې مرکز او کتابتون شامل دي، چې په فعالیدو سره به یې ښوونکي او زده کړیالان اعظمي ګټنه وکړي

هغه زیاته کړه، چې پر یادو پروژو ټولټال ۷.۶ مېلیونه افغانۍ او ۱۲۷۰۰ امریکايي ډالر لګښت راغلی دی او همدارنګه د یاد پوهنتون لپاره کتابخونه چې څه د پاسه ۱۲ زره کتابونه لري، د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو او بډایه خلکو په مرسته جوړ شوو

د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، چې اوس مهال یاد پوهنتون تر ۲۰ پورې مسلکي استادان لري او تر ډېره یې د زده کړیالانو هغه ستونزې چې پخوا ورسره مخ و حل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، دغه پوهنتون اوس ټول هغه سهولتونه لري چې د ښوونکي او زده کړیال لپاره اړین دي. د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ارسلاح هاشمي وايي، چې د اترا ادارې په مرسته یې د یاد پوهتون لپاره کمپیوټر لېب جوړ کړی، چې ټول اړین سهولتونه لري

د نوموړي په خبره، له دې وړاندې یې هم د پکتیکا پوهنتون لپاره انټرنیټي خدمتونه برابر کړي او بیا هم هڅه کوي، چې له یادې علمي ادارې سره هر ډول مرسته وکړي. د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا پوهنتون په ښوونې او روزنې، انجنیري، اقتصاد او زراعت پوهنځیو کې شاوخوا درې نیم زره محصلین په زده کړو بوخت دي

خبریال: رحیم خان خوشحال

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008