وروستي خبرونه

پاکستان افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته چمتو دی

95

افغان حکومت وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې حل شوي او پاکستان هم ویلي، چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته تیار دي

د افغانستان د سوداګری او صنعت وزارت وایي، افغان سوداګرو دوی ته ۲۱ ستونزې په ګوته کړې وې او دوی بریالي شوي، چې ډېری یې له منځه یوسي

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي، د وزارت نوې رهبري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډاډمنې سوداګرۍ د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوي. دا په داسې حال کې ده، چې له تیرو څو کلونو را پدېخوا افغان سوداګرو په دغه برخه کې له ستونزو شکایت درلود او له سوداګرۍ او صنعت وزارت څخه یې دحل غوښتونکي وو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008