د سعودي په خاوره لمړني لوړ پوړي یهود چارواکي قدم کېښود
د اسرایلو لومړي وزیر بینامین نتانیاهو او د اسرائیلو د استخباراتي شبکي موساد مشر سعودي عربستان ته یو خصوصي او مخفیانه سفر کړی دی. نتانیاهو په دې سفر کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي
که څه هم سعودي چارواکو په تېره بیا محمد بن سلمان د خپل ټويټر له لارې دا سفر رد کړی دی، خو رسنۍ وايي چې دا سفر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په منځکړیتوب تر سره شوی دی. که دا خبر تایید شي نو دا به د سعودي عربستان په خاوره کې لومړنی لوړ پوړی یهود چارواکی وي چې د سعودي پر خاوره قدم ږدي او د دې هېواد له چارواکو سره ګوري
څېړونکي وايي چې په سیمه کې د ایران پراخ نفوذ او مداخله د سعودي عربستان او اسرایلو د نږدیوال اساسي عوامل ګڼل کېږي. د میزان په لمړیو کې د مکي جومات امام شیخ عبدالراحمن السدیس په نړیوالو اړیکو او د مسلمانانو د مهربانۍ په غیر مسلمانانو، په ځانګړې توګه یهودو باندي د جمعي د لمانځه په یوه خطبه کې بحث کړی و. ویل کیږي چې عربستان لېوالتیا لري تر څو له اسرائیلو سره اړیکي عادي کړي، چې له دې وړاندي متحده عربي اماراتو، سوډان او بحرین هم دا کار کړی دی