ولسمشر غني د ښه نیت له مخې د یو شمېر پاکستاني بندیانو د خوشې کول فرمان صادر کړ
ولسمشر غني وروسته له هغې په هېواد کې د پاکستاني زندانیانو د خوشي کولو فرمان ورکړ، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر عمران د افغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته راغلی و. د ولسمشر په فرمان کې راغلي، په هېواد کې د پاکستان حکومت هغه زندانیان چې د بند موده يې ترې یوې میاشتي پاتي وي بښل کېږي او له زندان څخه دې ازاد شي
په دې فرمان کې همداراز زیاته شوې هغه بندیان، چې د بند موده یې بشپړه او نقدي جریمه يې نه وي ورکړې، د جریمې په بښلو سره له زندان څخه آزادیږي. په ورته مهال د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د ولسمشر پر دې پریکړې غبرګون ښودلی او د ټویټ پیغام په خپرولو سره یې ویلي، دي، چې ولسمشرغني قدرت کې د پایښت په خاطر د افغانستان لپاره د ستونزو پر منبع بدل شوی او په وینا یې، باوري دی، چې غني د اسلم فاروقي په څېر سلګونه پاکستاني ترهګر، چې د زرګونه افغانانو وینه یې تویه کړې په بډو کې آی ایس آی ته سپاري
دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان افغانستان ته په وروستي سفر کې له افغان سولې څخه د ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې د رښتینې همکارۍ ډاډ ورکړی دی