وروستي خبرونه

د زابل ولایت مرکز کلات ښار اړوند نوخېز کلي ښوونځي له اتلس کلن ځنډ وروسته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو

83

د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دې ښوونځي، کې درې سوه نارینه او ښځینه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او په وینا یې هڅه کوي، چې لاډېر امکانات ورته برابر کړي. دسیمې اوسیدونکي او زده کوونکي یې د خپل راتلونکي لپاره غوره اقدام بولي، خو له کمو امکاناتو یې سرټکوي

دوی د پوهنې له ریاست او مرکزي حکومت څخه دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتونه کوي. د هېواد په تر ټولو ناامنه ولایت زابل ، کلات ښار اړوند نوخېر سیمه کې د سلکونو زده کوونکو پر مخ اتلس کاله وروسته ښوونځۍ پرانیستل شو، د سیمې خلک او ماشومان يې د روښانه راتلونکي لپاره تر ټولو مثبت ګام بولي. د زابل د پوهنې رئیس نصرالله ذاهد وايې، د دې نظام د پیل راهیسې د زابل ولایت ، مرکز کلات ته څېرمه په اته کیلومتره ساحه نوخېز سیمه کې چې سلګونو کورنۍ او لسکونو کلي پکښي پراته دي، د ځینو نامالومو دلایلو له مخي يې ښوونځۍ تړل سوې وه خو د ځآيي خلکو او پوهنې ریاست په مټ وتوانیدل چې د دې سیمي د خلکو لپاره ښوونځۍ پرانیزي

ذاهد وايې، د اوس لپاره په یاده ښوونځۍ کې څه باندي درې سوه (نارینه او ښځينه) زده کوونکي زده کړې کوي او دوی هڅه کوي چې د دې ښوونځۍ د لا ښه فعاله کولو لپاره په ولایتي او مرکزي کچه امکانات برابر کړي. د نوخېز سیمي خلک د ښوونځۍ د پرانیستلو څخه خوښ دي خو د ښوونځۍ لپاره د امکاناتو او ودانۍ له نشتوالي سرټکوي، دوی وايې که حکومت د دوی د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړولو پلان لري، چمتو دي، چي د ښوونځۍ د ودانۍ لپاره په وړیا ډول ځمکه ورکړي

د دې ښوونځۍ یو شمېر زده کوونکي وايې، تازه يې ښوونځۍ پرانیستل سوې خو د ودانۍ، کتابچو، قلمونو او د ښوونکو نشتوالی يې په وړاندي جدي ستونزه ده او د پوهنې وزارت له مسوولینو څخه د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه کوي. یاده ښوونځۍ کې چې دا مهال دوه ښوونکي تدریس ورکوي، وايې په ډیرو سختو شرایطو کې دلته وظیفه اجرا کوي او د ورته ټاکل شوی معاش بسنه نکوي، دوی هم د پوهنې ریاست مسوولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتکي دي. نوخېز د زابل په مرکز کلات په اته کیلو مترۍ کې پروت کلی دی، چې د تېرو اتلس کلنو راهیسي د ښوونځي د تړل کېدو له کبله د دې سیمي ډیری ځوانان او ماشومان له زده کړو بې برخې وو او یو شمېر هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت به يې ښه وو، خپل بچیان به يې د ګاونډي هېواد پاکستان مدرسو ته د زده کړې لپاره لېږل

خبریال: احمدولي سرحدي


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008