وروستي خبرونه

پکتیا کې د سوېل ختیځ زون دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې هېواد کې د جګړې د ژر تر ژره درېدو لپاره جدي هڅې وکړي

82

دیني عالمانو هېواد کې روانه جګړه ناروا و بلله او په وینایې، ټول زیان یې افغان ولس، افغاني او اسلامي ارزښتونو ته رسېږي او باید ژر تر ژره ودرول شي

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې قطر کې د سولې روانو خبرو پایلې باید معلومې او د ځنډېدو مخه یې ونیول شي. هېواد کې د جګړو او ناامنیو د زیاتېدو سره همهاله قطر کې د سولې روانې خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوې دي. پکتیا کې د سوېل ختیځ زون دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې د روانې جګړې او نا امنیو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه

دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه د افغان ولسونو افغاني او اسلامي ارزښتونو په زیان وبلله او له دواړه لورو یې وغوښتل چې د درولو لپاره یې جدي هڅې وکړي. د سوېل ختیځ زون اوسېدونکي او قومي مشران وایي، هېواد کې ځینې هغه کړۍ چې په جنګ کې یې ګټې دي، د سولې خبرې تخریب او د ناکامۍ هڅې یې کوي. د دوی په وینا، قطر کې دې د روانو خبرو پایلې له ولس سره شریکې او هېواد کې دې تل پاتې سوله ټینګه شي. د سوېل ختیځ زون اوسېدونکي داسې مهال له طالبانو او حکومته د جګړې د درېدو غوښتنه کوي، چې قطر کې د سولې خبرې له نامالوم برخلیک سره مخ او د هیواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې د هرې ورځې په تیریدو سره د جګړې شدت زیاتیږي

خبریال: حکمت الله واقد

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008