وروستي خبرونه

میدان وردګو کې د صنعت او سوداګرۍ ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه

81

د میدان وردګو ولایت د صنعت او سوداګرۍ امریت ودانۍ د ۲۰ میلیون ۹ لکه او ۹۱ زره افغانیو په ارزښت د یو کال په لړ که بشپړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه

د میدان وردګو والي الحاج عبدالرحمن طارق ددې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې د دې ودانۍ په ګټې اخیستنې سره به مسؤلین وکولای شي، چې ولسونو ته د صنعت او سوداګرۍ د جوازونو اخیستلو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. د نوموړي په خبره د کاري اسانتیاوو او امکاناتو زمینه برابره شوې او د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره به اړوندو برخو کې ستونزې حل کړي

د دې ودانۍ د رغېدو چارې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د (ګرين پلیس) ساختماني شرکت لخوا پیل د صنعت اود سوداګرۍ وزارت، ښار جوړولو او ځمکو ریاستونو مراقبت کوونکو انجنیرانو تر څار او ارزونې لاندې په معياري ډول په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008