وروستي خبرونه

دواړه لوري دي ژر تر ژره یوې پایلې ته سره ورسېږي

80

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې دوحه کې یې له افغان او طالب مزاکراتي ټیمونو سره پر افغان سولې خبرې کړي. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی پرمختګ ستایلی دی او د لا پرمختګ او چټکتیا غوښتنه یې کړې ده

خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم ودګ بیا وایي دغه لیدنه کې د توافقنامې پر اهمیت ، ژمنتیا، بین الافغاني خبرو او له تور لیست د طالب مشرانو پر ویستنه بحث شوی. همداراز د مشرانو جرګې یو شمر غړي بیا له مزاکراتي ټیمونو غوښتنه کوي چې نور افغانان له دغو خبرو ستړي شوي او ژر تر ژره دې یاده برخه کې کوټلي ګامونه واخلي

په داسې حال کې چې له نږدې دوه نیمو میاشتو راهیسې دوحه کې د افغان او طالب مزاکراتي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ خبرې رواني دي، لا کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي. خو تېر ماښآم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحه کې له افغان او طالب مزاکراتي پلاوو سره لیدلي. پمپیو په دې لیدنه کې له دواړو لویو غوښتي، چې هر څه ژر دې یوې هوکړې ته ورسېږي. (د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکو پلاوو سره مې دوحه کې وکتل ، زه خبرو اترو کې د دوی دوام او ترسره شوي پرمختګ لپاره د دواړو لورو ستاینه کوم

زه د سیاسي لارې نقشې او دایمي او هراړخیز اوربند په اړه ګړندي بحثونه هڅوم.) بل خوا بیا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي چې مایک پمپیو او طالب مشرانو په دغه لېدنه کې د توافقنامې پر اهمیت، ژمنتیا ، له تور لیست د طالب مشرانو پر ایستلو او بین الافغاني خبرو بحث او خبرې شوي دي. همداراز د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي افغانان له دغو خبرو ستړي شوي او له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې دواړه لوري دې په یاده برخه کې ژر تر ژره کوټلی ګامونه واخلي

دا په داسې مهال ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وسلوالو بریدنو او ماین چاودنو زور اخیستی چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولي چې تېره ورځ اروپایي ټولنې هم له ښکېلو لوریو غوښتي چې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې مطرح کړي

خبریال: میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008