وروستي خبرونه

امنیتي سکټورونه د کابل امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او راکیټي بریدونه ورته یو خبرداری دی

79

مشرانو جرګه پر کابل ښار د تېرې ورځې راکیټي بریدونو غوسه کړې او وايي، چې کشفي او امنیتي سکټورونه د کابل ښار د امنیت په ټینګښټ کې ناکام دي او د کابل ښار پر مختلفو سیمو راکیټي بریدونو ترسره کېدو وښوده، چې امنیتي سکټورونه د غفلت پر خوب ویده دي

سناتوران له امنیتي سکټورونو غواړي، چې د کابل ښار امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو ژوند د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د کورنیو چارو وزارت بیا زیاتوي، چې دا ډول بریدونه د ولس پر وړاندې په ښکاره دښمني ده او د دې شوم عمل غچ به اخلي. پر کابل ښار د تېرې ورځې راکیټي بریدونه، چې له امله يې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي مشرانو جرګه يې ځکه غوسه کړې، چې دا درېیم ځل دی، پر کابل ښار راکیټي بریدونه ترسره کېږي

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، امنیتي سکټورونه د کابل ښار په امنیت خوندیتوب کې پاتې راغلي او پر کابل ښار د درېیم ځل لپاره راکیټي بریدونو ترسره کېدو ثابته کړه، چې کشفي او امنیتي سکټورونه کمزوري او په خپلو چارو کې ناکام دي

سناتوران په کابل ښار کې روانې ناامنۍ اندېښمن کړي او له کشفي او امنیتي سکټورونو غواړي، چې د کابل ښار وضعیت پام وکړي او د راکیټي بریدونو عاملین ونیسي او علني يې محاکمه کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق ارین په خبره د تېرې ورځې راکیټي بریدونو ترسره کول د ولس پر وړاندې په ښکاره دښمني ده او د دې شوم عمل غچ به اخلي

مشرانو جرګه داسې مهال د کابل په امنیت نیونه کې امنیتي سکټورونه په ناکامۍ تورنوي، چې دې وروستیو کې د ناامنۍ د لمنې پراخېدو سره سم د کابل ښار امنیتي مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو، چې لا هم د خلکو په وینا وضعیت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی

خبریال: نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008