
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په لړ کې، د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې، پکتیا ولایت کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل
د دوی په وینا د دې زېرمتونونه له ډلې ۴۱ د پیازو او ۴۰ نور یې د کچالود ساتنې لپاره رغول شوي دي. د کرنې وزارت په خبره له دې زېرمتونونو برخمن بزګران اوس کولای شي، چې له خپل مصرف څخه اضافه څه د پاسه ۵۰۰ ټنه پیاز او کچالو په دې سړو خونو کې و ساتي
یاد زېرمتونونه چې هر یو یې د ۱۲ مټریک ټنه پیاز او کچالو د ساتنې وړتیا لري ۸۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او پاتې شل سلنه یې د بزګرانو له لوري ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې افغان بزګران لاهم د مناسب بازار او زېرمو له نشتونه سرټکوي او په وینا یې، د مناسب بازار او زېرمو د نشتون له امله یې ډېر کله محصولات په کمه بیه پلورل کیږي او یاهم له منځه ځي