وروستي خبرونه

د عمران خان راتګ، څنګه د سولي قیمت د سولي په طرف بدل کړ؟

77

لیکنه: عصمت تره کی

له ډېر پخوا د افغانستان اوسنی دولت د سولي قیمت بلل کېدو. داسي ویل کېدل چې دا نظام باید ورکړو، تر څو سوله راکړي. پاکستان، طالبانو او پخوانیو سیاستوالو په دې باور درلود، چې اوسنی دولت باید د سولي د قیمت په توګه د دوی د ګټو قرباني شي، تر څو دوی سوله وغواړي او وکړي

پاکستان غوښتل نیمه نیم ښوره جوړ شوي سیستمونه له سره شي، د دولت له اډانې حذف شویو سیاستوالو غوښتل دوهم ځل د نظام په اډانه کې ځان ته ځای جوړ کړي او طالبانو غوښتل بیرته هر څه د دوۍ په خوښه پیل شي، تر څو د دوۍ رول او برخه په کې زیاته واوسي. یوازي دوه خبري روانې وي،

لمړی؛ څنګه دا قیمت واخیستلای شي (دولت ړنګ کړای شي)، دوهم؛ له دې وروسته به یې بدیل څه وي؟ مؤقت حکومت، اسلامي امارت ….

لمړی د سولي په پروسه کې دولت د طرف په توګه نه پیژندل کېدو، په خبرو کې هیڅ رول نه ورکول کېدو. طالبانو غوښتل ځیني سیاسي ګوندونه او سولېدلي سیاستوال د خپل مقابل طرف په توګه مطرح کړي، چې مستقیم یې خبرې ورسره پیل کړي.

دوهم یې د هغو سیاستوالو په مرسته ټاکنیز بحران رامنځته کړ، تر څو د دولت مشروعیت تر سوال لاندي راولې او له داخل څخه انفجار ورکړي. له دې وروسته یې جګړه تیزه کړه، ترڅو د دولت د حاکمیت حدود را کم کړي او ولایتونه ونیسي، خو ونه توانیدل

بیا یې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې جنائي پيښي او غلاوې زیاتي کړي او د هغه ترڅنګ یې داسي بریدونه وکړل، چې د خلکو باور په دولت کم کړ او یو ډول واټن رامنځته کړي. د سولېدلو سیاستوالو او طالبانو تبلیغات او اکټونه داسي وه، لکه نظام چې سقوط ته نږدي وي. د جنائي پیښو زیاتوالی، د طالبانو په یو، یو ځای کې راوتل او ویډیویې پیغامونو خپرول او په کابل راکټیز بریدونه هغه اکټونه دې چې د ډاکټر نجیب د حکومت د ړنګېدو په درشل کې ترسره کېدو. په دې اکټونو سره دوۍ بیا وغوښتل چې نظام سقوط وښيي. که چیرته نظام د سقوط په درشل کې ښودل کیږي، نو د خپل منځي خبرو یو طرف به طالبان او بل طرف به څو د نظام له اډانې حذف شوي سیاستوال وي. د بیلګي په توګه یو طرف به ملا غني برادر او بل طرف به حکمتیار، کرزی یا هم دې ورته کوم بل طالب پلوی سیاستوال ناست وي

یعني دوی خو له دې وړاندي هم سره جوړ وه او اوس هم په همغږي مخکي ځي. د دولت په وړاندي د حکمتیار، کرزي، عبدالله… او طالبانو مخالفت او دریځ یو ډول دی. له دې کار سره به به په خپل منځي خبرو کې یو طرف ته طالبان خپله ناست وای او بل طرف به یې متحدین او همفکره ملګري ناست وای. خو په دې ټولو کوښښونو سربیره بیا هم ونه توانیدل، تر څو دولت د یو طرف په توګه له صحني حذف کړي او ځای یې څو طالب پلوه او معامله ګر سیاستوال ونیسي. د ورځي په پای کې له ټولو کوښښونو وروسته بیا هم ټول مجبور شول، ترڅو ځانونه په یو دولتي چوکاټ کې رامنسجم کړي او د دولت تر رهبري لاندي له طالب سره مذاکراتو ته کښېني. د پاکستان لمړي وزیر عمران خان چې دا طرحه یې جوړه کړي او رهبري کوله، په افغان دولت له ټولو نظامي او سیاسي فشارونو وروسته بیا هم اړ شو، ترڅو د سولي په تړاو له افغان دولت سره خبري وکړي او د سولي پروسي د یو طرف په توګه وروسره سند لاسلیک کړي

افغان دولت له ټولو فشارونو وروسته بیا هم ثابته کړه، چې نه یې په زور چپه کولای شئ، نه یې په تبلیغاتو او نه یې هم په سیاسي فشارونو؛ یوازینۍ د حل لار داده چې دولت د سولې قیمت نه، بلکی طرف وبلل شي او طالبان له افغان دولت سره مستقیم خبرو ته کښېني

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008