وروستي خبرونه

په هلمند ولایت کې خلکو د سولې پر روانو هڅو پاکستان هېواد د افغانستان دښمن یاد کړ

76

نن جمعه په هلمند ولایت کې د هلمند مدني ټولنې لخوا د سولې او اوربند په پار لاریون ترسره کړ، دوی وایي چې د سولې په روانو هڅو کې بهرني هېوادونه لاس وهنه کوي او په دې سره د سولې په روانو خبرو کې پرمختګ نه لیدل کېږي

هلمند ولایت د افغانستان له جګړه ځپلو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې په دې وروستیو کې جګړې په کې یو ځل بیا زور اخیستی او ډېری کورنۍ یې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي، چې ځینو کورنیو ته یې تر اوسه پورې د سر پناه د ځای زمینه هم نه ده برابره شوې. نن جعمه په یاد ولایت کې د هلمند مدني تولنې لخوا چې مشري یې اختر محمد بادیزي کوله په سلګونو ولسي وګړي د لاریون په بڼه راټول شوي وو او د مرګ پر پاکستان شعارونه یې ورکول دوی وایي د سولې په راونو هڅو کې پاکستان هېواد لاسوهنه کوي او هغه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي

د هلمند مدني ټولنې مشر اختر محمد بادیزي وویل، په لومړیو کې د سولې خبرې د پر مختګ په حال کې روانې وې خو کله چې پاکستان هېواد پکې لاسوهنه وکړه، د سولې خبرې په ټپه ودرېدې نوموړي وویل پاکستان هېواد زموږ ښکاره دښمن دی، چې زموږ ټول پلچکونه، سرکونه او عامه ځایونه ورانوي او خلک مو وژني هغه له دولت او ملت څخه غوښتنه کوي، چې پر واړندې یې راپورته شي او د دغه ښکاره دښمن مخینوی وکړي

ولسي وګړو د مرګ پر پاکستان شعارونو تر څنګ د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې جګړه نور بنده کړئ تر څو ورور وژنه پای ومومي په هلمند ولایت کې دا لومړی ځل نه دی چې خلک د پاکستان هېواد پر وړاندې لاریون ترسره کوي بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله د پاکستان هېواد پر ضد لاریونه ترسره شوي او یاد هېواد یې د افغانستان ښکار دښمن یاد کړی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008