وروستي خبرونه

کندز کې د خصوصي سکټور پر مټ زرګونه بې روزګاره کسانو او بزګرانو ته د کار زمینه برابره شوې

75

دلته د وریجو د پروسس داسې فابریکه فعاله شوه، چې شپه او ورځ کې د ۳۰۰ ټنه وریجو د پروسس ظرفیت لري، د دغه فابریکې څښتن وایي، که حکومت ورسره مرسته وکړي د وریجو سربېره به لوبیا، مۍ، پومبه، دانه او دال هم تر پروسس لاندې راولي

د فابریکې مسوول وایي، وریجې په داسې کیفیت پروسس کوي، چې ګاونډي هېوادونه به چیلنج کړي دغلته کاریګر وایي سلګونه کسان په کار بوخت دي او له حکومت غواړي چې ددا ډول فابریکو حمایت وکړي ترڅو ځوانانو مو له نورو هیوادو راوګرځي او د کور دننه کار وکړي ولایت مقام بیا وایي ددا ډول فابریکو سره به په هره برخه کې مرسته وکړي او ډيری وریجي په یي له حکومت سره قرارداد کړي

په جګړه ځپلي ولایت کندز کې د داسې فابریکو فعالیت بېرته د خلکو هیلې راټوکولي او خوښ دي چې سلګونه ځوانانو ته پکې مستقیم او زرګونو هغو ته پکې غیري مستقیم د کار زمینه برابره شوې ده . دغه فابریکه چې په شپه او ورځ کې شاوخوا(۳۰۰) ټنه وریجې په ښه کیفیت پروسس کوي، څښتن یي وایي که حکومت ورسره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي د وریجو سربېره به لوبیا، غنم، دال او مۍ هم پروسس کړي، چې لا زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي

کندز چې په دې وروستیو کې یي جنګ جګړې د ښار لمنو ته رارسیدلي د بې روزګارۍ کچه هم پکې خورا لوړه شوې ده، خو د خلکو په وینا دا ډول فابریکو او خصوصي سکټور بیا ډېری خلک له مهاجرتونو راګرځولي او د کور دننه خپله ورته د کار زمینه برابره ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008